Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوبایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهري مو په افغانستان کې وواژه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په وخت د سې شنبې په سهار، د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر اعلان کړ.

ښاغلي بایډن د القاعدې د مشر د وژلو په هکله په خپله وینا کې وویل چې ایمن الظواهري کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
  
د امریکا ولسمشر وویل:«د شنبې پر ورځ او زما د امر پر بنسټ امریکا متحده ایالتونو په کابل کې یو بریالی هوایي برید ترسره کړ، چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو لامل شو. هغه د بن لادن دویم نمبر کس و او د سپټمبر د یوولسمې د برید پر مهال یې فعالت درلود او ده په هغه برید کې ونډه لرله، دا هغه برید و، چې په ترڅ کې یې د امریکا په خاروه کې یې ۲۹۷۷ تنه ووژل شول.»

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وایي، ایمن الظواهري د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر امریکایي وګړو د بریدونو په پلانولو کې ونډه لرله.
 
ښاغلي بایډن زیاته کړه:«هغه په لسیزو د امریکایانو پر وړاندې د بریدونو طراح و او په کینا او تانزانیا کې یې د امریکا پر سفارتونو بمي چاودنو کې د ۲۲۴ تنو د وژل کېدو او تر ۴۵۰۰ د زیاتو نورو د ټپي کېدو لامل شو، مهم رول درلود. هغه د امریکا متحده ایالتونو د وګړو، پوځيانو، ډيپلوماټانو او د امریکا د ګټو پر وړاندې وژنې او تاوتریخوالي پلان کړي وو. امریکا متحده ایالتونو یوولس کاله وړاندې پر بن لادن عدالت پلی کړ.»

بل‌خوا د رویټرز خبري آژانس د امریکایي منابعو له خولې چې نه یې دي، غوښتې نومونه یې واخیستل شي، لیکلي دي، الظواهري د یکشنبې ورځې د سهار په شپږو بجو او اتلس دقیقو په کابل کې د خپل کور کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په هِلفایر توغندي په نښه شو.

که څه هم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید خبرخپور شو، خو هغه مهال د کورنیو چارو وزارت دغه پېښه په شېرپور سیمه کې پر یوه داسې کور د توغندي د لګېدو له امله وبلله چې د وزارت په خبره څوک په کې نه اوسېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي و:«نن سهار شپږ بجې، د شېرپور په سیمه کې پر یوه کور یو توغندی ولګېد چې مرګ ژوبله یې نه لرله. کور خالي و.»

خو په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو د خبر له تاییدو څو ساعته مخکې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې تایید کړه چې د کابل په شېر پور کې د یکشنبې ورځې راکټي برید د امریکا د بې پېلوټه الوتکې لخوا شوی. په دغې خبرپاڼه کې د دې برید له امله اوښتې مرګ ژوبلې ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې:«د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه استوګنیز کور هوایي برید ترسره شو. په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نه شو. د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په ابتدايي څېړنو کې يې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی.
دا برید که په هره پلمه شوی وي، د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

القاعده شبکې او اسلامي امارت تراوسه د اقاعده د رهبر وژل کېدل نه تایید او نه هم رد کړي دي.

امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته په هېواد کې د امریکا لومړنی برید دی. 

نږدې یو نیم کال وړاندې هم کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتل، د کابل په یوولسمه ناحیه کې پر یوه کور چې ګمان کېده، داعشیان په کې اوسېږي، برید وشو، خو وروسته څرګنده شوه، چې د برید قربانیان ملکي وګړي دي.

ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او هغه یې د نړۍوالو اصولو او د دوحې تړون سره په ټکر کې ګڼلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه