Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا او اسلامي امارت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر سرغړونې تورن وي

له هغې وروسته کله چې د امریکا ولسمشر په کابل کې د دغه هېواد د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، کابل او واشنګټن یو بل د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورن کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې طالبانو کابل کې د القاعده مشر ته د پناه له ورکړې سره د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه کړې او دغه کار د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ لېوالتیا کمه کړې ده.  

د دې ټول سره سره کابل تراوسه د ایمن الظواهري د وژنې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو واشنګټن وايي چې الظواهري ته په کابل کې پناه ورکړل شوې وه او په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي:«طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر په کوربتوب او هغه ته په پناه ورکولو، له یوې خوا د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه کړې او له بله پلوه هغه ډاډ ته چې نړیوالو ته یې د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان خاورې د نه کارولو په هکله ورکړې ورکړی و هم زیان رسولی او دوی د افغانستان له خلکو او د رسمیت پېژندلو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له خپلې لېوالتیا سره هم خیانت وکړ.»

له دې سره جوخت د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید د امریکا له خوا له نړیوالو اصولو او د دوحې له هوکړې څرګنده سرغړونه بولي.

ښاغلي مجاهد وویل:«دا برید له نړیوالو اصولو او د دوحې له موافقې څرګنده سرغړونه ده، دا ډول اعمال د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو تکرار دی او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی. ددغه راز کړنو تکرار شته فرصتونو ته زیان رسوي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد ناصر حقاني هم په دې هکله وايي:«امریکا د وتلو په وخت کې حتا د هوايي ډګر رادار خراب کړ چې له دا ډول بریدونو یې مخنیوی ونه شي او دا برید په افغانستان کې د امریکا په څرګنده سرغړونه ده.»

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر آغا هم څرګندوي:«په هر هغه څیز چې د دوحې په هوکړه لیک کې پرې ژمنه شوې وه، امریکا باید ورته ژمنه وای؛ خو دا برید ښيي چې امریکا په خپله د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې ده.»

څلور کاله مخکې امریکا او اسلامي امارت په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې ددغه هوکړه لیک یوه مهمه برخه له القاعدې ډلې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول او د امریکا پرخلاف د افغانستان د خاورې نه کارول وو.

خو اوس به د واشنګټن هوايي برید د کابل لپاره څه پایلې ولري.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل:«د الظواهري وژل په دې مانا دي چې اوس هم طالبان له القاعده سره په اړیکه کې دي او د نړۍوالې ټولنې په وړاندې یې اعتبار کم شو او دا د رسیمت پېژندلو په مسله نېغ په نېغه اغېز لري.»

له دې مخکې په ۲۰۲۰ کال د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د مړینې خبر خپور شوی و، خو د ملګروملتونو سازمان د یوه راپور په خپرولو ویلي و چې د القاعدې مشر ژوندی او په افغانستان کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه