Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده کوونکو او زده کړیالانو یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه وکړه

ځينو زده کوونکو او زده کړیالانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډه کې د نجونو د متوسطې او لېسو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه.  

دوی په یوه پرېکړه لیک کې وايي چې له شپږ ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د ټولنې لپاره ستر زیان دی. د دغې غونډې ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې ژر ترژره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

د پروګرام برابروونکې خاطره وايي:«له اسلامي امارته غواړو چې د ټول هېواد وګړو ښځینه او نرینه وو ته د ښوونې او روزنې او پوهنې او لوست زمنیه برابره کړي.»

محصله فرشته هم څرګندوي:«ایا د محشر له ورځې وېره نه لرئ چې د هېواد د ټولو نجونو لاسونه به ستاسو په ګرېوان کې وي. ایا له خدایه نه وېرېږئ؟ چې وایئ چې د بنده له حق سره مې زما حضور ته مه راځئ.»

دوی په پرېکړه لیک کې زیاتوي چې د ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ هېڅ ډول شرعي توجیه نه لري.

زده کوونکې سعدیه سیرت وايي:«د اسلامي تعلیماتو پر بنسټ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل په هکله د چارواکو اوسنی دریځ هېڅ ډول شرعي توجیه نه لري.»

له دې سره په یو وخت د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې د نجونو ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ د هېواد په ګټه نه بولي.

د ښځو د حقونو فعاله آی نور ازبیک څرګندوي:«د ښوونځیو د دروازو تړل د حکومت لپاره هېڅ ګټه نه لري، خو خپلې اړتیاوې لري او دا د دې لامل کېږي چې د افغانستان خلک نور په حکومت اعتبار او اعتماد ونه لري.»

دا په داسې حال کې دي چې د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو کابو یو کال تېرېږي او تراوسه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه نه ده شوې.
 
زده کوونکي او زده کړیالان په یوه پرېکړه لیک کې وايي چې د ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ هېڅ ډول شرعي توجیه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه