Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځدراڼ: د کارته سخي نښته پای ته ورسېده

نن چهارشنبې ( د زمري په ۱۲مه) د کابل ښار د درېیمې حوزې په اړوند کارته سخي سیمه کې وسله وال کسان د اسلامي امارت له ځواکونو سره به جګړه شول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د عملیاتو په لړ کې له یوې لوړپوړې ودانۍ د اسلامي امارت پر ځواکونو ډزې وشوې او له هغې وروسته دغه ودانۍ د دغو ځواکونو له لوري کلابنده شوه او هڅې دوام لري چې دغه وسله وال له منځه یوړل شي.

د کارته سخي ځینې اوسېدونکي وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ نښته له غرمې مخکې پیل او تراوسه دوام لري.

 د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ماښام په ۷:۳۰ دقیقې په یوې اعلامیه کې وویل چې نښته پای ته ورسېده او په دغې نښته کې څو تنه بریدګر وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د یوې ښځېنه په ګډون د اسلامي امارت دوه تنه ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه