یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وایي واشنګټن به پرې نه ږدي چې افغانستان د وسله والو ډلو پر پټنځای بدل شي.
د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن به د دې اجازه ورنه کړي چې، افغانستان د ترهګرو پر ځالې بدل شي.
د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي:«امریکا د ولسمشر بایډن په امر، د ظواهري د وژنې لپاره قاطعانه پرېکړه وکړه؛ څو ورسره نورو ترهګرو او همداراز طالبانو ته روښانه پیغام ورسوي هغه دا چې، امریکا به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې، افغانستان د دغه هېواد او په هر ځای کې یې د ګټو پر وړاندې وکاروي.»
له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي چې د الظواهري وژل کېدل په کابل کې د نړۍ شکونه لا د طالبانو له خوا په کړو ژمنو ډېر کړل.
ټوماس نېکلسون زیاتوي په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر حضور د طالبانو هغه څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستي چې، ویل به یې هېڅ ترهګرې ډلې ته یې پناه نه ده ورکړې.
نوموړي څرګنده کړه:«په کابل کې د امریکا له لوري د ایمن الظوهري وژل کېدل په دې اړه شکونه لا غښتلي کړي چې، آیا طالبان په دې اړه بې خبره وو، ځواک یې نه درلود او یا هم د القاعدې پر وړاندې اقدام ته لېواله نه وو.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له «ان، پي، آر» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر اوسېدنه او امریکا ته یې پر له پسې خبردارۍ د دوحې هوکړې نقض دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«دا په بشپړه توګه ناسمه ده. توافق روښانه دی. داسې یوه کس ته په کابل کې د اوسېدو اجازه ورکړه چې، د سپټمبر د یولسمې برید یې طرحه کړی او پر امریکا یې نور ورته بریدونه هم کړي او همداراز د امریکا د امنیت پر وړاندې ګواښوونکې بیانیې ورکوي، دا له شک پرته د دوحې هوکړې نقضول دي.»
له دې سره جوخت د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې، د القاعدې د رهبر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته ښايي دغه ډله د امریکايانو د په نښه کولو هڅې وکړي. په دې خبرپاڼه کې امریکایانو ته ویل شوي چې، له امریکا نورو ځایونو ته د سفر پر مهال خپلو ځانونو ته ډېر پام وکړي.
د سیاسي چارو شنوونکی سید طارق فرهادي وویل:«افغانستان اوس باید له امریکا سره بیا اعتماد جوړونه وکړي دا چې القاعده په افغانستان کې پوځي او تبلیغاتي فعالیت به نه لري.»
ورته مهال قطر هم د دوحې هوکړه لیک پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
د قطر په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«قطر له ټولو لوریو غواړي چې د دوحې د هوکړه لیک لاسته راوړنې وساتي او هغه رعایت کړي، هغه هم د دې په ګډون چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په یوه امن ځای بدل نه شي.»
له بل لوري، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړو پر بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې ملاتړ کوي:«پاکستان ترهګري چې په هر ډول وي غندي. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان نقش او فداکاري ټولو ته روښانه ده.»
خو له دې ټولو سره سره اسلامي امارت په یوې اعلامیې کې یوازې په کابل کې د امریکايي هوايي برید غندلی او نور یې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه