Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خالد حنفي د امنیتي ځواکونو له لیکو د تنکیو ځوانانو د ایستلو غوښتونکی شو

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي چې کم عمره ځوانان باید د اسلامي امارت ځواکونو لیکو وایستل شي او د زده کړې لپاره مدرسې ته واستول شي.

ښاغلي حنفي چې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو په پلمه د افغان مېرمنو د بې عزتۍ هڅې کوي.

 د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي وايي:«زموږ او تاسو میندې او خویندې عزت غواړي هغوی عفت او حجاب غواړي. بهرنیان غواړي چې ټکری یې له سره لېرې کړي، تاسې مهرباني وکړئ چې څوک حقوق ورکوي او څوک درناوی لري؟»

ښاغلي حنفي په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر ظاهري بڼه هم نیوکې وکړې او ده له سیمه ییزو مسوولینو یې وغوښتل چې د اسلامي امارت له لیکو دې کم عمره کسان وباسي او د زده کړو لپاره یې دې مدرستو ته واستوي.

ښاغلي حنفي څرګنده کړه:«هغه کسان چې بلوغ ته نه دي رسېدلي، تنکي ځوانان دي دي، باید د مجاهدینو په منځ کې نه وي. وایستل شي، هغوی مدرسو ته بوځي، درس ووايي او تعلیم او تعلم ته دوام ورکړي.»

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست وروستیو اونیو کې د هېواد څو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي او په بېلابېلو ناستو کې یې د حجاب او زده کړو په اړه ویناوې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه