Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چهار شنبې په ورځ د کابل کارته سخي سیمې نښته کې څلور داعشیان وژل شوي

د کابل امنیې قومانداني وايي، د کابل په کارته سخي سیمه کې د داعش پر یو پټن‌ځای د اسلامي امارت ځواکونو په عملیاتو کې څلور داعشیان وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي، په دې عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون د اسلامي امارت دوه سرتیري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د چهار شنبې په ورځ د اسلامي امارت او داعشیانو تر منځ وسله‌واله نښته رامنځ‌ته شوې وه. داعشیان په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو او له هغه ځایه یې د اسلامي امارت پر ځواکونو ډزې کولې.

ښاغلي ځدراڼ وايي، په‌دې پېښه کې یو داعشي ژوندی نیول شوی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:«هغه کسان چې ملکي وګړي یې په نښه کړي، څلور یې وژل شوي او یو بل نیول شوی دی. په دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت یو سرتیری وژل شوی او بل تن ټپي شوی او په دې عملیاتو کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغو داعشیانو غوښتل د محرم پر مراسمو برید وکړي.

نوموړی لیکلي: «داعشیانو پلان درلود تر څو له ياد مرکز څخه په هغو شیعه هیوادوالو بريد ترسره کړي چې د محرم په ورځو کې د کارته سخي په زيارت کې راټولیږي او شمیر یې زرګونو ته رسيږي.»

د سیمې اوسیدونکي وايي چې، دواړو لورو د څو ساعته نښتې په لړ کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.

د سیمې اوسېدونکی سید رفیع وايي:«د غرمې ۱۲ بجې وې چې د ډزو غږ واورېدل شو، په دې ودانۍ کې، چې لېدل کېږي، یوه چاودنه وشوه او د چاودنې غږ هم اورېدل شول. د ماښام تر شپږو بجو یې دوام وکړ.»

یو بل ځايي اوسېدونکی روح الله وايي: «کله چې زه دې سیمې ته ورسېدم، خلک ټول په تېښته وو، یو یې یوې خوا ته منډه وهلې او پټېدل او بل بل لوري ته تښتېدل؛ نو د اسلامي دولت ځواکونو بیا راغلل او جګړه پیل شوه.»

په‌دې وروستیو میاشتو کې داعش د هېواد په ځینو ولایتونو کې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی؛ خو اسلامي امارت بیا په ټینګار سره وايي چې، داعش په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه