Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انس حقاني: د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدو مساله "دایمي" نه‌ده

انس حقاني وایي، د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدو مساله به تلپاتې نه‌وي.

د اسلامي امارت دې لوړپوړي غړي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اسلامي امارت به د یو لړ کارونو له تر سره کېدو وروسته دا ستونزه حل کړي.

نوموړي ویلي: «دلته یو نظام دی، اصول دي، اساسات دي، زه امید لرم چې دا مساله چې کوم په کیفیت کې وي، طرزالعمل کې وي، دا به حل شي، لکه نور مسایل هم همدغسې نیمګړي پاتې دي، خو دا مساله داسې نه‌ده چې دایمي به همداسې پاتې وي، دې کې ټولو ته زه اطمنان ورکولای شم.»

ورته مهال، د پوهنتون یو شمېر استادان د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو ځنډ د اندېښنې وړ بولي او ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد طارق فرهادي وايي: «په‌دې خاطر چې د نجونو اسلامي حقونه چې د زده‌کړې دي، اسلامي هېوادونه هم افغانستان په رسمیت نه‌ پېژني.»

زده‌کوونکې مریم وايي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې تر دې مهاله ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي، زما په نظر دا یو نه جبرانېدونکی کار دی چې نه‌شي کېدای جبران شي.»

که څه هم په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له‌خوا د ښوونځیو د پرانیستو ژمنې شوې خو تر اوسه دا ژمنې نه‌دي عملي شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه