زرګونو کسانو نن د کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته، په کابل کې د امریکا د وروستي هوایي برید پر وړاندې لاریونونه وکړل.
لاریون کوونکو چې د امریکا او پاکسان ضد شعارونه یې ورکول، په کابل کې د امریکا د بېپېلوټه الوتکې وروستی برید د افغانستان پر خاوره د دې هېواد تېری وباله.
لاریون کوونکو دغه راز له نړۍ وغوښتل چې د امریکا د دې کارونو مخه ونیسي او ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
یو لاریون کوونکی وايي: «ولي ظالمه امریکا له ظلمه لاس نه اخلي چې د افغانستان پر خاورې او هوايي حریم برید کوي؟»
یو بل لاریون کوونکی حزب الله وايي: «موږ له امریکا او نړیوالې ټولنې چې زموږ شتمنۍ یې کنګل کړې دي، بېرته ازادې کړي او راولېږي.»
یو بل لاریون کوونکی وايي: «موږ پهدې خاطر راټول شوي یوو چې امریکا له دې خیانته لاس واخلي او د افغانستان خلک ارام پرېږدي.»
دغه لاریون تر هغه وروسته وشو چې د تېرې شنبې په ورځ امریکا د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د بېپېلوټه الوتکې برید وکړ او دوه ورځې وروسته یانې د سهشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې په دې برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
خو اسلامي امارت ویلي، په کابل کې د ظواهري له اوسېدو خبر نه و او پهدې تړاو یې څېړنې پېل کړي دي.
په دې اړه مو اندونه