Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انس حقاني: امریکا په ‌پرله‌پسې ډول د دوحې له تړونه سرغړونه کړې

د اسلامي امارت یو لوړپوړی غړی انس حقاني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، امریکا په پرله‌پسې ډول د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده د امریکا له‌خوا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته، واشنګټن پر سرپرست حکومت د دوحې له تړونه د سرغړونې تور پورې کړ.

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وايي: «متاسفانه دوی په‌دې موده کې تر زرو پورته تخطۍ وکړې، هغه ټولې لیکل شوي او له دوی سره شریکې شوې هم دي، خو هغوی موږ ته په‌دې اړه هېڅ قانع کوونکی دلیل نه‌دی ویلی.»

انس حقاني زیاتوي، د هوکړې په څوارلسو میاشتو کې د امریکا په پوځي بریدونو کې د اسلامي امارت څه د پاسه دوه زره غړي وژل شوي دي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت د دوحې تړون پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د اسلامي امارت دا لوړپوړی غړی انس حقاني وايي: «له دې سره-سره امارت خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شو. زه د صحنې شاهد یم، هېڅ داسې شی نه‌دی رامنځ‌ته شوی چې هغه دوی پر موږ دعوه ولري او دعوه وکړي. هو، یو دوه دعوې یې داسې کړي چې هغه بېخي نه کوربنو او نه هم منځ ګړیو هم نه‌دي منلي چې هلته قطریان وو؛ نو زموږ له طرفه هېڅ داسی شی نه‌دی شوی.»

له دې سره جوخت، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې له هوکړه‌لیکه د سرغړونې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «دا لاره چې اوس ګناه پر بل چا واچوو، د افغانستان په ګټه نه‌ده او افغانستان لا ډېر کړکېچ ته باسي. غوره به وي چې پر نورو لارو فکر وشي او افغانستان له بندیزونو او بحرانونو ووځي.»
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د خبرو پر بنسټ، هغه ویلي چې د دوحې له تړونه دواړو له لوريو سرغړنه کړې ده.»

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په هوايي برید کې د ایمن الظواهري د وژلو خبر له اعلان وروسته، واشنګټن کابل د دوحې له تړونه په سرغړونه تورن کړی او یو شمېر نورو هېوادونو هم ویلي چې دا کار له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د کابل ژمنې کموي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه