Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل تېرې ورځې چاودنې ته پراخ غبرګونونه

د کابل ښار په شپږمې حوزه کې د جمعې ورځې چاودنه له ګڼو بهرنیو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي، د ایران ولسمشر او د  افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دغه برید غندلی دی.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه برید بوږنوونکی بللی او پر ولسي وګړو یې برید جنایت بللی دی.

نوموړي ویلي، داعش د دغې پېښې مسوولیت منلی او په وینا یې طالبان د خلکو د ساتنې مسوولیت لري او باید د دغه دول پېښو عاملین محکمې ته راوکاږل شي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وویل:«په کابل کې د هزاره ګانو په یوې ګڼه ګوڼه بازار کې پر ولسي وګړو برید د هغو بوږنوونکو جنایتونو دوام دی چې، داعش یې مسوولیت منلی دی. طالبان د ټولو افغانانو د ساتنې مسوولیت لري او د دغه جنایت عاملین باید محاکمه شي.»

بلخوا د ځينو قربانیانو کورنۍ له اسلامي امارته غواړي چې د عاشورا د ویرجنو امنیت دې تامین کړي او همدارنګه د دغو پېښو عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

څلور کلنه مهر ماه د تېرې ورځې د چاودنې یوه قرباني ده هغه او اوه کلن کاکا یې کور ته د تګ په مهال ووژل شول.

د وژل شوې مهر ماه مور وویل:«زما څلور کلنه لور د مرمۍ د لګېدو له امله سورۍ سورۍ شوې وه او په غېږ کې مې یې ساه ورکړه، د څلور کلنې ماشومې ګناه څه ده چې باید دومره زجر وویني.»

د بل وژل شوي ماشوم پلار حمیدالله هم وايي:«د چاودنې غږ چې راغی بیرون ولاړم زوی مې په غېږ کې ونیو ځای پر ځای یې ساه ورکړه.»

په دغې پېښه کې یو بل وژل شوی کس اېمل نومېږي. ده ۱۰ میاشتې مخکې واده کړی وو او د یوه غیر دولتي دفتر کارکوونکی وو. له ده له مېرمنې سربېره یو ۶ ورځنی ماشوم پاتې شو.

د وژل شوي اېمل جان مېرمنې وویل:«لږ ناروغ و؛ ډاکټر ته د واکسین د پاره تللی و چې کورته د راستنېدو پر مهال په چاودنه کې برابر شو.»

د دغو څلورو ماشومانو پلار عبدالرووف هم د جمعې ورځې په پېښه کې ووژل شو. اوس دغه ماشومان د پلار په نشتوالي سره له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

د وژل شوي عبدالرووف ورور څرګندوي:«زما اقتصاد ښه نه دی نه پوهېږم له هغو پیسو سره چې پیدا کوم یې د خپلو ماشومانو خرچه یې کړم یا یې په دغو څلورو ماشومانو ولګوم.»

دغه پېښه د جمعې په مازدیګر د کابل په سر کاریز سیمه کې په یوه لاس ګاډي کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې او د کابل د امنیه قومندانۍ په وینا، په دې پېښه کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

داعش د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه