Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع وزارت سرپرست: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د امریکا په ګټه دي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د امریکا له ملي راډیو سره په مرکه کې وایي، چې د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل د امریکا په ګټه دي، ځکه بل داسې رژیم نشته چې دغه هېواد ورسره مخته ولاړ شي.
                             
د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وویل:«دا ښکاره ده، چې د اوسني رژيم په رسمیت پېژندل د امریکا په ګټه دي، ځکه بل داسې رژیم نشته، چې دغه هېواد ورسره سروکار ولري. ډېر داسې هېوادونه شته، چې تر موږ ډېر د امریکا مخالف وو او د افغانستان پرتله امریکا ته ډېر ګواښ دي. خو سره له دې امریکا هغه په رسمیت پېژندلي دي. فکر کوم چې په رسمیت پېژندل د یوه لوی بدلون پر لور ګام دی.»

په دې مرکه کې ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه جدي اړتیا ګڼي.

هغه دغه راز ټینګار کړی دی، چې د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل یوه جدي موضوع ده او په دې تړاو پرمختګونه هم شوي دي.
                             
ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«دا زموږ لپاره یوه جدي موضوع ده،خو پرمختګونه شته او هیله من یوو چې ډېر نور پرمختګونه هم ولرو. موږ د دې موضوع په تړاو جدي بحث درلود او هیله من یوو چې ډېر ژر ورته وضعیت برابر شي.»

بل خوا ځيني کارپوهان وایي، چې تر اوسه اسلامي امارت د رسمیت پېژندې شرایط بشپړ کړي نه دي.
                        
د پوهنتون استاد غلام سخي احساني وویل:«هېوادونو د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې غوښتنې او شرطونه په څرګنده طالبانو ته بیان کړي دي؛ خو له بده مرغه په دغې موده کې د هغوی د غوښتنو د پوره کېدو په درشل کې هېڅ مثبت ګام نه دی اخیستل شوی؛ ټول ګډونه حکومت رامنځته شوی نه دی او د نجونو ښوونځي تړلي دي.»

ښاغلي مجاهد دغه راز ویلي دي،چې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د امریکا له لوري هېڅ مرسته نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه