Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په تړاو د کرزي اندېښنه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړلو پاتې کېدو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه پرېکړه د اسلام دین پر بنسټ نه بلکې د پاکستان په حکم نیول شوی دی.

نږدې یو کال کېږي،چې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو په تړاو اندېښنې څرګندېږي.

ښاغلي کرزي د جرمني له شپېګل خبري مجلې سره په مرکه کې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځيو له پرانیستلو ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي،چې له زده کړو نه د نجونې پاتې کېدل د داسې یوه منزوي افغانستان په معنا دي، چې پر خپلو پښو نه شي درېدلی او په وینا یې دغه کار د اسلام له احکامو سره اړخ نه لګوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«ښوونځي ته د نجونو نه پرېښودل د اسلام د احکامو پر بنسټ نه دي، بلکې دغه پرېکړه د ګاونډي هېواد پاکستان په امر شوې ده. د پاکستان موخه یو داسې بې دفاع، ناتوانه او بې وزلی افغانستان دی،چې ورنه دغه هېواد ته هېڅ ستونزه متصوره نه وي. بل خوا د طالبانو په منځ کې هم داسې مخور کسان شته،چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي  وايي:«د پاکستان سټراټېژیکه ګټه دا ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان مقام له دولت او قلمرو څخه کم شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند، دغه خبرې د ښاغلي کرزي شخصي انګېرنه ګڼلې، خو ښوونځیو ته د نجونو  د ممنوعیت په تړاو یې ډیر وضاحت نه دی ورکړی.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت د خپل وروستۍ خپلواکۍ کې دی؛ دا اخیستون په بشپړه توګه یو بې بسټه او بې ځایه اخیستون دی.»

حامد کرزي ټینګار کړی دی،چې باید طالبان د خپل حکومت د په رسمیت پېژندنې لپاره په جدي توګه هڅې وکړی. ښاغلي کرزي ویلي دي،چې د بشري حقونو د خوندیتوب او د مخکیني حکومت د غړو او پوځیانو پر وړاندې د بښنې د عمومي فرمان د عملي کولو په برخه کې باید پرمختګونه وشي. د ده په وینا، طالبان باید د واک کورنۍ مبارزه پای ته ورسوي،کنې د ده په باور د سولې او پرمختګ رامځته کېدل شوني نه دي.
 
د اسلامي امارت ویاند، دغه خبرې د ښاغلي کرزي شخصي انګېرنه ګڼلې، خو ښوونځیو ته د نجونو  د ممنوعیت په تړاو یې ډیر وضاحت نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه