Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوي کابل پروژه کې درې نیم مېلیون تنو ته سرپناه جوړېږي

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت وايي چې د نوي کابل په پروژه کې د درې نیم مېلیون تنو ته سرپناه جوړوي.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي چې د دغې پروژې له جوړېدو سره به، په کابل کې د سرپناه ستونزه حل شي او استوګنیز کورونه به تر رسمي پړاوونو وروسته هېوادوالو ته به اسناد ورکړل شي.

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت د نوي کابل پروژې کار له سره پیل وي او په دغې پروژه کې د استوګنې کورونه به په قسطونو وپلوري.

د دغه وزارت سرپرست وايي له هغې پراختیايي بودیجې سره چې سږکال یې په واک کې لري، په ټول هېواد کې به ۵۴۰ بیخ بیايي پروژې عملي کړي.

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل:«د دغو پروژو عمده برخه روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه او جوماتونه جوړوي او نور په دولتي تاسیساتو کې د بېلګې په توګه ادارې، وزارتونه چې په ولایتونو کې ریاستونه جوړوي په دغې پروژه کې شاملېږي.»

ښاغلی نعماني همدارنګه زیاتوي چې په ډېریو ښارګوټیو کې به کورنیو بې ځایه شویو ته د سرپناه زمینه برابره شي.

هغه څرګنده کړه:«هر کډوال کولای شي چې له موږ او یا هم د کډوالو له وزارت سره په اړیکه کې شي او راشي ځان ته دوسیه جوړه کړي او هغوی ته کور ورکول کېږي.»

د نوي کابل پروژې کار کلونه مخکې پیل شوی؛ خو تراوسه ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه