Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځي د ښوونیز نصاب په علت تړلي پاتې دي

د پوهنې وزارت چارواکي د نجونو ښوونځیو په پرانیسته کې ځنډ د نجونو په ښوونیز نصاب کې د ستونزو له امله ګڼي.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین وایي، چې د نجونو د ښوونځيو په پرانیستل کېدو کې د ځنډ لامل په دې تړاو د اسلامي امارت د تګلارې جوړېدل دي.

دی وایي، دوی په پلان کې لري چې د نجونو په ښوونیز نصاب کې د اخلاقو علم، د عقیدې علم، د کورني ژوند علم او د اولادونو د روزنې علم زیات کړي. د ده په وینا یوه ورځ به د نجونو ښوونځي له بهرني فشار پرته د اسلامي شریعت په رڼا کې پرانیستل شي.

نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل نه یوازې په پوهنې وزارت پورې اړوند دي بلکې د اسلامي امارت په سیاست پورې هم تړاو لري، د هغه په وینا چې د نجونو ښوونځي د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین سید احمد شهید خېل وویل:«د قران او سنت په رڼا کې ښوونځي پرانیستل کېږي اسلامي امارت ته وخت ورکړئ ان شاالله دا کار کېږي.» 

د پوهنتون یو شمېر استادان ژر تر ژره د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.
 
د پوهنتون استاد فردین عیار وايي:«له زده کړو د یوه نسل بې برخې کول د حکومت په ګټه نه دي، له اسلامي امارته غواړو چې ښوونځي بېرته پرانیزي.»
 
د ښوونځي استاده محسنه هم څرګندوي:«له زده کړو د ښځو بې برخې کول په ټولنه کې منفي پایلې لري.»

بل خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مسوولان وایي چې دوی له پوهنې وزارت سره د کاري چارو د ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی او هېوادوالو ته به د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دغه وزارت پر ځینو برخو کار وکړي.
 
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ساده کولو چارو رییس بریالی احمدي وايي:«د پوهنې هره برخه چې په مراجعان څرخي، ډېر وخت ونیسي، مصرف زیات وي او کاري پروسې سستې وي موږ به پر هغو کار وکړو.»

نږدې یو کال کېږي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. خو تر اوسه د اوسني حکومت له لوري دې پوښتنې ته چې کله به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، څرګند ځواب نه دی ورکړل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه