Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په لوېدیځ کې د چاودنو له زیاتوالي د خلکو اندېښنې

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې ځينې اوسېدونکي، د کابل په لوېدیځ کې د چاودنو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارته غواړي چې، د عاشورا د مراسمو امنیت ټینګ کړي.

د دشت برچي اوسېدونکی محمد رضا وايي:«ناامنۍ زیاتې شوې دي هره ورځ چاودنه او ځانمرګی دی موږ له اوسني حکومته غواړو چې د خلکو امنیت تامین کړي او هغه کسان چې ویرجن دي خپله عزاداري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې ورځې له غرمې وروسته، د کابل د پل سوختې له ګوڼې ګوڼې ډکې سیمه کې چاودنه وشوه.

د چاودنې پر مهال د سړک پر غاړه د توکو ګڼ پلورونکي له خپلو پېرېدونکو سره پر راکړه ورکړه، بوخت وو، له همدې امله د دې پېښې ډېری قربانیان د سړک پرغاړه د توکو پلورونکي دي.

د پېښې شاهدان خپل د سترګو لیدل حال داسې بیانوي.

د کابل د پل سوختې سیمې اوسېدونکي محمد علي وویل:«د پله په منځ کې اخیستونکي او پېرودونکي راتلل سیل یې کاوه او څو تنه پښتانه هم وو هغوی هم راغلي وو ګوتمۍ یې کتلې؛ هغه هم شهید شوی دی.»
 
د کابل د پل سوختې سیمې اوسېدونکی سخي هم وايي:«په بشکه کې ماین ځای پر ځای شوی و چې چاودنه یې وکړه او اووه تنه شهیدان شول نهه یا یولس تنه نور ټپيان شول.»
 
د پل سوختې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د دې پېښې ځينې قربانیان د سوځېدو له امله د پېژندلو وړ نه وو.

د کابل د پل سوختې سیمې اوسېدونکی محمد جعفر څرګندوي:«ښځې نه وې ټول نرینه وو او ډېری یې ځوانان وو او د عزادارۍ په مراسمو کې وو او دلته ډېره ګڼه ګوڼه وه.»

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې د استخباراتو مسوول وایي، چې د دې پېښې په تړاو په داعش ډلې پورې اړوند دوه کسان نیول شوي دي.
 
د کابل د شپږمې حوزې د استخباراتو مسوول مولوي وقاد وویل:«تراوسه موږ د دغه برید په تړاو د داعش دوه تنه غړي نیولي دي او نور کسان یې هم نیسو.»

په وروستۍ اوونۍ کې په کابل کې درې چاودنې شوې دي، د امنیتي چارواکو په وینا، په دغو پېښو کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

په کابل ښار کې د دوو دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه