Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګاونډیو هېوادونو ته د وړل شویو چورلکو پر راستنېدو د دفاع وزارت ټینګار

دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غواړي چې د جمهوریت د نسکورېدو پر مهال دې هېوادونو ته، د پخواني حکومت وړل شوې چورلکې سرپرست حکومت ته وسپاري.

د امریکا له هغه اعلان وروسته چې د جمهوريت پوځي الوتکې اوسني سرپرست حکومت ته نه ورکوي؛ اوس ملي دفاع وزارت ویلي، له هرې لارې چې شونې وي، ډېر ژر به دغه الوتکې هېواد ته راولېږدوي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «چورلکې د افغانانو پانګه ده، باید حاکم وضعیت او دولت ته ورکړل شي، وزارت دفاع ته دې ورکړل شي، باید ورکړل شي، خو تر اوسه نه‌دي ورکړل شوي، که څه هم خپل ملاحظات لري، خو واقعیت دا دی چې دا د افغانانو اړوند دي، خو اوس په ازبکستان او تاجکستان کې دي، هر وخت چې وي، دا به بېرته اخیستل کېږي او حسابېږي.»

له دې سره سم د پوځي چارو ځینې شنونکي وايي، تر هغې چې سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت و نه پېژندل شي؛ د تېر حکومت الوتکې به اوسني سرپرست حکومت ته په واک کې ور نه‌کړل شي.

په تاجکستان کې د افغانستان پخوانی ډېپلوماټ فهیم کوهدامني وايي: «ابکستان او تاجکستان په هېڅ صورت اوسني حکومت یا ډلې ته د دې چورلکو د تسلیمي او ورکولو اجازه نه‌لري.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «له هېواده بهر چې کومې چورلکې وړل شوي، څو ستونزې شته؛ لومړی دا چې زه ډاډه نه یم چې د دې چورلکو اسناد افغانستان پورې اړوند وي، په ډاډ سره چې د امریکایانو ملکیت ګڼل کېږي، دویمه مساله د طالبانو د حکومت ده چې هېڅوک یې په رسمیت نه‌ پېژني.»

د تېر نظام له رانسکورېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې او اسلامي امارت تل له دغو هېوادونو غوښتي چې دا چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه