Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوهنې وزارت سرپرست: د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي دي

د پوهنې وزارت سرپرست وایي، چې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي پاتې دي او هلته به پرانیستل شي چې په دې برخه کې اسلامي امارت له خلکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

 نورالله منیر دغه څرګندونې خوست ولایت ته په سفر کې خبري غونډه کې کړې دي.

ښاغلی منیر زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي چې، یاده ستونزه هواره او په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وویل: «خلک د نجونو له زده کړو سره نه بلکې له کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور حساس دی او تاسو ته ښه معلومه ده چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له خپلو خلکو سره یوې هوکړې ته ورسې او دغه بهیر له خیره پيل شي.»

د پوهنې سرپرست وزیر هغه څرګندونې هم ردوي چې ګواکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په نصاب کې د بدلون له امله نه پرانیستل کېږي، د ده په خبره نصاب ستونزې لري خو د اوس لپاره یې د بدلون هېڅ کوم پلان نه لري.

ښاغلی منیر وايي:«موږ هېڅکله نه دي ویلي چې پر نصاب همدا اوس کار پیل وو، نصاب د هر ملت او خلکو او د هر حکومت حق دی چې په هغه کې بدلون راولي.»

خو د پوهنې وزارت مرستیال پرون یکشنبې کابل کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په نصاب کې د ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال سید احمد شهیدخېل څرګندوي:«هغه نصاب چې تراوسه و، پر دغه نصاب تراوسه درې وارې کار شوی دی، بیا هم دغه موضوع بشپړه شوې نه ده، ان شاالله پر دغې موضوع د خپلو خلکو په تړاو که هغه نر دی او که ښځه مسوولیت لرو.»

د پوهنې وزارت سرپرست مني چې هېواد کې د شل زرو ښوونځیو له ډلې پنځه زره یې ودانۍ نه لري او څلور زره نور یې بیارغونې ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه