Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کلیزې د محرم لسمې یا عاشورا پر ویستلو د اسدالله سعادتي نیوکه

د محرم د لسمې یا عاشورا له را رسېدو سره هم مهاله، د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال له کلیزې څخه د دغې ورځې پر لرې کېدو نیوکه کوي.

اسدالله سعادتي وايي چې، هزاره ګان له نژادي او ژبني تبعیض پرته د ټولنیز عدالت غوښتونکي دي.

نوموړی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې، اوسنیو ستونزو ته په پام باید د ټولو هیوادوالو د امنیت په ټینګښت او حقوقو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی مرستیال اسد الله سعادتي وايي:«د افغانستان له کلیزې د عاشورا حذف، نور د رخصتۍ په توګه نه ده، او زه ټینګار کوم د دې وړتیا لري چې د الله د رسول د لمسي د شهادت ورځ او د اسلام په تاریخ کې ستره حادثه په یوه اسلامي هېواد کې او په یوه هېواد کې چې اسلامي حکومت لري، باید په کلیزه کې یې عمومي رخصتي وي.»

ورته مهال د غزني د ولایتي شورا پخوانی غړی سجادي بلخابي هم څرګندوي:«زموږ ځوانان په وینو لېت پېت کېږي؛ خو موږ څه... موږ د ولایت مرتبې له اوبو سره ککړ شوو. موږ له حسینه نه شي جلا کولای.»

د مخکیني حکومت ځیني چارواکي په کابل کې د عاشورا یا د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د لمسي د شهادت ورځ ولمانځله. د دې غونډې ګډونوال پر ملي یووالي ټينګار کوي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني مرستیال اسد الله سعادتي وویل:«د خلکو د امنیت په ټینګښت کې دې کوښښ وشي. موږ نن له خطر سره مخ یوو. او د نسل وژنې او په سیسټماټیکه توګه له حذف کېدو سره مخ یوو.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په کابل کې د محرم د لسمې په لمانځغونډه کې وایي چې په افغانستان کې د ټولو مذهبونو پیروان د خپلو مذهبي ورځو د لمانځلو په برخه کې  آزاد دي.
  
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وايي:«د افغانستان اسلامي امارت له هغې پالیسۍ سره چې لري یې، ټول مذهبونه چې په افغانستان کې دي، هغوی د خپلو مذهبي ورځو او مراسمو د لمانځلو بشپړ ازادي لري، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته، حتا موږ او تاسې غیر اسلامي لږکي لرو چې په افغانستان کې دي هغوی ته هم څوک مزاحمت نه کوي.»

د ۶۱ هجري قمري کال د محرالحرام میاشتې په دویمه د حضرت امام حسین (علیه السلام)  کاروان کربلا ته دننه شو او د یزید لښکرو چې شمېر یې هره ورځ زیاتېده، د محرم په نهمه او لسمه امام حسین او د هغه ملګري په شهادت ورسول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه