Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر یوه کال کې څه باندې ۴۰۰ خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي

د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او د زده کوونکو د کمښت له امله په څه کم یو کال کې له ۴۰۰ زیات خصوصي ښوونځي تړل شوي دي.

ورته مهال د خصوصي ښوونځیو ځينې ښوونکي وايي چې، د دغو ښوونځیو له تړلو کېدو سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د خصوصي ښوونځيو ټولنه خبرداری ورکوي، که چېرې دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ډېر نور ښوونځي به هم وتړل شي.

د خصوصي ښوونځيو ټولنې غړی ذبیح الله فوقاني وايي:«په اوسنیو شرایطو کې موږ په ټول افغانستان کې د څه باندې ۴۰۰ خصوصي ښوونځیو د تړل کېدو شاهد یوو.»

د کابل ښار د ځینو خصوصي ښوونځیو ځينې مسوولان او ښوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو او د اسلامي امارت له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله یې ښوونځي تړلي دي.

له دې سره سم، د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې پخوانی رییس وايي، د تېرو دوو لسیزو، یو له مهمو لاسته راوړنو د خصوصي ښوونځيو جوړېدل وو او په وینا یې ورسره لسګونه زره کسانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره شوې وه.

د خصوصي ښوونځیو ټولنې پخواني رییس محمد داود بابر وویل:«د مالیې او جریمې زیاتوالی د دې لامل شوی چې موږ خپل فعالیت د تېر په څېر ونه شو کړای.»

د یوه خصوصي ښوونځي بنسټ ګر احمد فرید مسافر هم څرګندوي:«له نړۍوالې ټولنې او مالي ملاتړو غواړو، چې له یو بل سره بسیج ي او دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږي.»

 محمود سرفراز هغه ښوونکی چې اوس بې کاری شوی وايي:«د خصوصي ښوونځیو له تړل کېدو سره، ښوونکي اړ دي چې ازادو دندو ته مخه کړي.»

د ویلو ده چې، له نږدې یوه کال راهیسې د متوسطو او لېسو زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه