Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: د نجونو ښوونځي د دیني مسایلو له امله تړل شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نجونو ښوونځي د دیني مسایلو له امله تړل شوي او په دې هکله د دیني عالمانو هوکړې ته اړتیا ده.

ښاغلي مجاهد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د نجونو د پاتې ښوونځيو په تړاو د پخواني ولسمشر د څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، د نجونو دغه پاتې ښوونځي د دیني مسایلو له امله تړلي پاتې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ د پاکستان په قول او خبرو کولای، دا مکتبونه او نورې ستونزې به لا پخوا حل شوې وې، دا مسله دیني مسله ده، دیني اړخ لري، افغانستان کې دننه د علماوو یوه توافق ته اړتیا لري.»

ښاغلی مجاهد وایي، چې په دې اړه به له دیني عالمانو سره مخامخ کېدل منفي پایلې ولري.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستلو په تړاو د سرپرست حکومت د مشرتابه په کچه هڅې روانې دي.

په دې څو ورځو کې د اسلامي امارت ځینو چارواکو د نجونو د پاتې ښوونځيو په تړاو بېلابېل لیدلوري مطرح کړي دي.

ښوونکی ابراهیم ارشادي څرګندوي:«که چېرې ستونزه حجاب دی، د افغانستان خلک له اوله حجاب ته ژمن وو او اوس هم، الحمدالله مسلمانان دي او حجاب کولو ته ژمن دي که چېرې ستونزه د تعلمي نصاب وي، نو چارواکي دي ووايي چې د خلکو او د علماوو په مرسته ستونزه حل شي.»

له بل لوري، د اسلامي امارت ویاند په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر د حضور په تړاو د اسلامي امارت استخباراتي بې وسي مني. 

سره له دې چې هغه وايي، لاتراوسه هم نه شي کولی د دې پخلی وکړي چې، په هغه کور کې چې، امریکا پرې برید کړی؛ ایمن الظواهري و او کنه. 

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه:«کاري غفلت دی، کاري کمزوري ده، چې استخبارات پرې نه دي اګاه، نورې ادارې پرې نه دي اګاه؛ باید اګاه وای، خو ما مخکې اشاره وکړه چې زموږ ټول شیان نو بنده دي. موږ په هغه حد کې معلوماتي جال نه لرو چې یو جوړ نظام یې لري، موږ ته هرڅه ویجاړ راپاتې دي اوس د جوړېدو او سمېدو په حال کې یوو. خصوصاً هغه دښةن ته متوجه یوو چې انن چاودنې کوي یا په کوم ځای کې برید کوي هغوی ته زموږ ټول ارګانونه متوجه دي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې دوه اوونۍ مخکې د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید وکړ او تر هغې وروسته د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې، په دغه برید کې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري په نښه او وژل شوی دی.

ښاغلی مجاهد په ټينګار سره ویلي، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستلو په تړاو د سرپرست حکومت د مشرتابه په کچه هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه