Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او ترکیې پر لار د قاچاقبرانو له لوري د افغان کډوالو شکنجه کول

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي، ډېر شمېر ځوانان چې له ناقانونه لارو ایران او اروپایي هېوادونو ته ځي، د قاچاقبرانو په دام کې لوېږي.

د دوی په خبره، قاچاقبران د پیسو تر لاسه کولو په پار افغان کډوال ربړوي او ان وژني.

د بادغېس اوسېدونکی میر احمد وايي: «تېره شپه یې موږ تر سهاره وځغلولو، بیا یې یوې پوستې ته یوړو، موږ چې سهار لاړو له موږ هر یو نه یې ۴۵ زره د موټر کرایه واخیستله.»

د بادغېس اوسېدونکی عبدالله وايي: «د دولت له ډاره خلک په وروسته څوکیو یا تر څوکۍ لاندې پرې فشار راوړي، څو ژر تر ژره یو مقصد ته ورسېږي.»

هره ورځ لسګونه افغان کډوال چې د قاچاقبرانو له منګلو خلاصېږي، د اسلام کلا بندر له لارې بېرته هېواد ته را ستنېږي. دغه ناقانونه کډوال د ایران حکومت له لوري را ایستل کېږي.

د اسلام کلا کمیسار سید حضرت الله زعیم وايي: «د وهلو ټکولو او ان تر قتل پورې له موږ سره پېښې ثبت شوي او کډوال په شهادت رسېدلي.»

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د ایران او ترکیې تر منځ پوله کې د افغان کډوالو شکنجه ښیي. دغو کډوالو غوښتل له ناقانونه لارو د قاچاقبرانو له لوري ترکیې ته ځانونه ورسوي، خو لارو کې له داسې وضعیت سره مخامخ شوي دي چې له یوه د چړې په وسیله غوږ هم پرې کېږي.

اسلام کلا کې د کډوالو چارو ریاست سرحدي امر عبدالله قیومي وايي: «زموږ افغانان چې هلته ځي، بېرته موږ ته په ډېر ځور او شکنجې سره راوړل کېږي چې ویډیو یې تاسو په ټولنیزو رسنیو کې ولېدله او همداراز په ترکیې کې هم زموږ افغانان له غلو سره مخامخ کېږي.»

یو شمېر کارپوهان بې‌روزګاري او بې‌برخلیکي له هېواده د ځوانانو د تېښتې اصلي لامل بولي. د دوی به خبره، دا ځوانان د قاچاقبرانو دام ته له لوېدو وروسته له سختې شکنجې او حتا مرګ سره مخ کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد رفیق شهیر وايي: «هغه کسان چې له غیر قانون لارو له افغانستانه وځي او له غیر قانوني لارو هېوادونو ته دننه کېږي، په سم ډول قانوني او حقوني ملاتړ نه‌لري، په همدې خاطر چې قاچاقبران څه وغواړي، پر دوی یې کوي، ګواښي یې، پیسې ترې اخلي او وهل-ټکول ورکوي.»

که څه هم سرپرست حکومت له هېواده د باندې پر ناقانونه سفر بنډیز لګولی دی، خو ځینې سرچینې وایي چې هره ورځ سلګونه کسان له ناقانونه لارو ایران ته ځي چې د ډېری شمېر موخه یې هم ترکیې او اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسول دي.

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د ایران او ترکیې تر منځ پوله کې د افغان کډوالو شکنجه ښیي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه