Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد اشرف غني: د اساسي قانون له مخې د افغانستان ولسمشر یم

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده تر وتلو وروسته په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې ادعا کوي چې د جمهوري نظام پر سقوط معامله شوې وه او دی د افغانستان پرېښودو ته اړ شوی دی.

ښاغلی غني، عبدالله عبدالله د جمهوریت د نه ټینګښت مسوول او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بې کفایته او نفاق اچونکی شخص ګڼي.

د هېواد مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له اې بي ان ټلویزیوني شبکې سره په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې ادعا کوي چې د جمهوریت په سقوط کې ډېرو لاسونه رول درلود.

د هېواد مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «زه تر مرګه ولاړ وم، همغه ورځ موږ د کابینې غونډه درلوده، خو ټولو هېواد پرېښی و او ټاکل شوې وه دفاع وزارت ته ورشم، خو دفاع وزیر له ما مخکې په الوتکه کې ناست و. زه وروستی کس وم چې د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوم.»

ښاغلی غني همداراز په افغانستان کې د اوسني حکومت د حکومتوالۍ پر بڼې نیوکه کوي، خو د طالبانو خلاف له وسله وال مقاومته ملاتړ نه‌کوي.

د هېواد مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «زه له هېڅ مقاومت ملاتړ نه‌کوم، خو غږ کوم چې افغانستان پر کوم مسیر روان دی، ناسم روان دی او که طالبان همدا ډول ادامه ورکړي، نورې جبهې به هم جوړې شي، ځکه د افغانان یووالی لري.»

محمد اشرف غني په دې مرکه کې ځان د اساسي قانون پربنسټ د افغانستان برحاله ولسمشر ګڼي، په داسې حال کې چې د هغه له وتلو وروسته، د نوموړي لومړي مرستیال امراله صالح ویلي و چې د اساسي قانون د حکم پربنسټ، هغه د ولسمشرۍ ریاست مشروع سرپرست دی.

نوموړی زیاتوي: «زه د اساسي قانون پر اساس ولسمشر وم او تر څو چې د افغانستان ولس په قانوني توګه واک بل چا ته انتقال کړي، ولسمشر یم.»

د سیاسي چارو کارپوه جاوید سنګدل وايي: «ټوله شننه او خبرې یې دفاعي وې او هڅه یې کوله چې ځان بې‌ګناه ثابت کړي، په داسې حال کې د هېواد اساسي قانون او نورو قوانیونو له مخې د افغانانو او ارزښتونو پر وړاندې لومړی مسوول و.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «غني نه جنګ او نه سوله مدیرت کړای شوه.»

له دې مخکې پر عبداله او کرزي سربېره ډېری سیاسي څېرو او د افغانستان خلکو د محمد اشرف غني پر تېښتې نیوکې کړې او هغه یې په هېواد کې د اوسني وضعیت مسوول بللی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه