له ماشومانو د ملاتړ بنسټ په یوې تازه سروې کې موندلې چې په افغانستان کې تر ۴۵ سلنه زیاتې نجونې ښوونځي ته نهځي او ډېری یې له خفګان سره مخ دي.
د دې سروې موندنې ښيي دا شمېر په هلکانو کې شل سلنه دی.
له ماشومانو د ملاتړ بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کابو ۱۷۰۰ له اتلس کلنۍ کم عمره نجونو او هلکانو سره د تحصیلي محدودیتونو د اغېزو په اړه مرکې کړې دي.
په داسې حال کې چې نجونې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته د ورتګ اجازه نهلري، د اسلامي امارت له واکمنۍ یوه میاشت وروسته یوې ښوونکې ۲۵۰ ښځینه زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
سودابه نژند ماشومانو په یوه کور کې نجونو ته په پټه د انګلیسي او ریاضیاتو زدهکړه پیل کړه.
ښوونکې سودابه نژند وايي: «د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو وروسته مې پرېکړه وکړه چې د نجونو لپاره یو پټ ښوونځی جوړ کړم. په یوه کور کې مې څوکۍ او مېزونه کېښودل، څو هغوی راشي او درس ولولي.»
زدهکوونکې دنیا عربزاده وايي: «ډېر د خفګان ځای دی، له دې ځای سره ښوونځی ډېر توپیر لري، خو زه مې ډېرې ټولګیوالي وینم چې نهشي کولای دلته راشي. هغوی په کور کې ناهیلې پاتې دي او نجونې ښوونځیو ته ورتګ اجازه نهلري.»
اسوشيټېد پرس راپور ورکړی چې ښوونځي ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د ستنېدو هېڅ نښې نښانې نه لېدل کېږي.
ښوونکې سودابه نژند وايي: «د ښوونځیو تړل د دولت په ګټه نهدي، ان چې دوی کمزوري کوي، ځکه که یوه ښځه زدهکړې وکړي، په دې مانا چې ټوله ټولنه ورسره لوستې کېږي.»
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ د بشري حقونو د دفتر رییسه له زده کړو څخه د نجونو بېبرخې کېدل د اندېښنې وړ بولي.
اغلې فیونا فریزر وايي: «د منځنۍ دورې نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په اړه تصمیم په دې معنا دی چې یو نسل نجونې په خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې نه کړي، خو زیان به یې یوازې د نجونو په هغه نسل پورې محدود نه وي، بلکې ټول افغانستان به د ښځو او نجونو له زده کړو بې برخې کېدو څخه زیانمن شي.»
کابو یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بېبرخې او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه