Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شیخ رحیم‌الله حقاني په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو

د شیخ رحیم الله حقاني د جنازې مراسم په جلال‌اباد ښار کې تر سره شول. شیخ رحیم الله پرون «پنج‌شنبه» په کابل کې په خپلې مدرسه کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

په دې برید کې د رحیم الله حقاني په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي ول.

نوموړی چې تر دې وړاندې په پېښور کې د یوې دیني مدرسې مسؤل وو، کابل ته د اسلامي امارت په راتګ سره یې خپله مدرسه له پېښوره کابل ته را ولېږدوله.

د راپورونو له مخې، پر رحیم الله حقاني په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې هم پېښور کې په یوه مدیني مدرسه کې برید شوی و چې خپله ترې روغ وتلی و.

د وژل شوي دیني عالم تره زوی مولوي ریاض الله وايي: «زموږ د ټولو مسلمانانو او اسلامي امارت د رهبرانو او مشرانو لوی تسلیت دا وي چې د حضرت شیخ صاحب نقش قدم اختیا کړو.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وايي: «دغه صدمه د افغانستان د ټول علمي میدان صدمه ده، دغه صدمه د ټولو هجاهدینو صدمه ده، مجاهدین د یوه ښه مربي او یوه ښه استاد محروم شول.»

ورته مهال دیني عالمان د اسلامي امارت څخه د علماوو د ساتنې په برخه کې د جدي اقداماتو او د عاملینو د مجازاتو غوښتنه کوي.

دیني عالم مولوي عبدالغني وايي: «دا موږ د ټول افغانستان لپاره، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه ضایع بولو.»

دیني عالم مولوي شفیق الله وايي: «موږ د اسلامي امارت له ټولو ارګانونو نه دا غوښتنه کوو چې د دې مخنیوی دې وکړي او دښمنانو ته دې جزا ورکړي.»

بلخوا د اسلامي امارت امنیتي مسوولان بیا د عالمانو وژنه د بهرنیو کړیو کار بولي چې غواړي په دې ډول د افغانانو ترمنځ مذهبي اختلافات رامنځ‌ته کړي چې په خبره یې، هېڅ وخت به داسې کړنو ته اجازه ورنکړل شي.

د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وايي: «ټول ملت ته دا اطمنان ورکوو چې دغسې ناځوانمردانه بریدونه به ان‌شاءالله د دوی مخه به ونیسو او که څوک د دې عاملین دي هغوی به په جزا رسېږي.»

د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه