Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د سوالګرو د راټولولو او تثبیت بهیر پيلېږي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د سوالګرو د ثبیت او راټولولو بهیر د اسلامي امارت د یوې نوې کړنلارې پر بنسټ نن (شنبې) پیلېږي.

ښاغلي برادر همدارنګه زیاتوي چې له دغه بهیر وروسته، د هغوی ځينو ته به د کار زمینه برابره شي او له هغوی به مالي ملاتړ هم وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوالګرو د راټولولو لپاره د اسلامي امارت د مشر په حکم د ملا برارد په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده.
                           
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«موږ د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ او د نورو بنسټونو په همکارۍ له یوې څرګندې کړنلارې سره له ښاره د سوالګر راټولوو او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې هغوی ته د کار زمینه او معاش ورته برابر وو.»

ملا عبدالغني برادر دغه راز ټينګار کوي، چې د سوالګرو او بې وزلو کسانو له تثبیت وروسته به هغو سودالګرو ته د کار زمینه برابره شي چې د کار کولو توان لري او هغو کسانو ته به تنخوا وټاکل شي چې د کارکولو توان نه لري.
 
ښاغلي برادر زیاته کړه:«د سوالګرو او بې وزلو له تثبیت وروسته د هغوی د توان ته په کتو ورته د کار زمینه به برابره کړو.»

اوس مهال فقر او بي وزلي د اوسني حکومت پر وړاندې یوه ستونزه بلل کېږي او ان یو شمېر خلک د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره سوالګري کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«لکه څرنګه چې افغانستان یو بې وزله هېواد  شمېرل کېږي او ۹۷ سلنه خلک یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، زه فکر کوم د افغان حکومت لپاره به ډېره ستونزمنه وي چې له مالي سرچینې پرته چې د نړۍ له خوا تمویل شي، وکړای شي له خپلو کورنیو سرچینو دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د کابل یو اوسېدونکی طلوع نیوز ته وايي:«یوازې سوالګرو ته نه، سرپرست حکومت باید ټولو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

 د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال دغه راز ویلي دي چې د سوالګرو له سرپرستانو ژمنه اخیستل کېږي چې په راتلونکې کې به سوالګري نه کوي او ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه