Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو میاشتو کې هېواد کې ټرافیکي پېښو زیاتوالی موندلی

ځينې ډاکټران وايي چې په وروستیو میاشتو کې هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

د ماشومانو د روغتیا (د اندراګاندي) روغتون ډاکټران وايي چې د ورځې څه باندې لس ماشومان چې د ټرافیکي پېښو په پایله کې ټپيان شوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د اندراګاندي روغتون ډاکټر محمد نظیر وویل:«د ورځې کابو لس تر شلو ناروغان راځي چې کابو لس تر دولس سلنې جوړوي او موږ ډېر اندېښمن یوو چې دغه پېښې زیاتې شوې دي.»
 
نیلاب هغه شپږ کلنه ماشومه ده، چې پېښه یې په یوې ټرافيکي پېښه کې ماته شوې ده او اوس په دغه روغتون کې بستر ده.
 
د ناروغې ماشومې انا کریمه وايي:«غوښتل مو چې له سړکه تېر شو موټر راغی لور مې ووهله او په کیسه کې یې هم نه شوه او د سړک منځ کې ولوېده.»

د ناروغې ماشومې مور فیروزه څرګندوي:«هغه کسان چې د موټر چلول یې نه دي زده ولې ورته د موټر چلولو اسناد ورکوي.»

د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې د وري میاشتې له لومړۍ د زمري میاشتې تر اتمې پورې په ټول هېواد کې نږدې ۴۰۰ تنه چې ۱۲۶ تنه ماشومان هم په کې شامل دي، مړه شوي او تر ۱۱۰۰ زیات نور کسان چې ۲۰۰ ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

بل خوا د کابل د ټرافیکو ریاست وايي چې د دوی د موندنو له مخې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په برخه کې ناغېړي شوې ده.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدلودود خیرخواه وویل:«زموږ څېړنې ښيي که تېر شل کلونو وښیوو یا د طالبانو یو کال ډېره بې غوري شوې ده.»

ډاکټران د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو له لوري د ټرافیکي قوانینو نه رعایتول او د کورنیو نه پاملرنه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه