Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پر کړنو د ملګرو ملتونو سازمان د کارپوهانو نیوکې

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې په وروستي یو کال کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت پر چلن نیوکه کړې ده.

دوی په خپل یو تازه رپوټ کې، اسلامي امارت په وروستي یو کال کې د بشري حقونو پر نقض تورن کړی او له سرپرست حکومته غواړي، څو د نړیوالو بشري حقونو قوانینو ته درناوی وکړي.

د ملګرو متلونو د بشري حقونو د کارپوهانو د راپور په یوې برخه کې راغلي:«افغانستان باید له هغو بشري حقونو او نړۍوالو بشري قوانینو چې ورته ژمن دی، پېروي وکړي او د بشري حقونو معیارونه په تېره بیا د نجونو او ښځو د زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د مشارکت حقونه او په دغه هېواد کې د لږکیو حقونه چې دغه هېواد منلي دي، خوندي کړي او په رغنده توګه د بشري حقونو له مکانیزمونو سره په تعامل کې واوسي.»

ورته مهال د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي:«تر ډېره د دې پرځای چې شکلي او ظاهري اعلامیې وي او په هغه کې پر ټولیزې پوهې ملنډې ووهل شي، د طالبانو لپاره دې د  ښې حکومتوالۍ او د افغانستان د اوسني کړکېچ څخه د وتلو اصلي حل لار لپاره یوه نسخه په پام کې ونیسي.»

په دغه رپوټ کې دغه راز راغلي دي، چې سرپرست حکومت دې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي او د ښځو پر آزادانه تګ راتګ دې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

بل خوا د بښنې نړۍوال سازمان او د بلجیم د بهرنیو چارواکو وزارت ټینګار کړی دی،چې اسلامي امارت باید د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو کړو ژمنو په برخه کې ځواب ورکوونکي واوسي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجه لبیب څرګندوي:«له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کوونکو د ممانعت، کار ته د اجازې نه ورکول کېدو، د کاري فرصتونو د کمېدو، په ټولنه کې د هغوی د نه مشارکت، د هغوی پر تګ راتګ د بندیز، د حجاب د تحمیل یا د سفر لپاره د ښځو د شرعي محرم لرلو او اجباري ودونو د زیاتوالي په څېر تدریجي اقدامات هغه لاملونه دي، چې له ټولنې نه د ښځو حذف کېدو لامل کېږي. دغه ټولې پرېکړې د هغو ژمنو پر خلاف دي، چې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو کړې وې.»
   
د سیاسي چارو شنونکې ثریا پیکان وايي:«د دغه یو کال په لړ کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.»

د بښنې په نړۍوال سازمان کې د افغانستان برخې مسووله سمیرا حمیدي هم وویل:«موږ په افغانستان کې د بشري حقونو له خراب او ماتېدونکي وضعیته اندېښمن یوو او همدارنګه زموږ موندنې ښي، له دې یو کال وروسته چې طالبانو په سیسټماټيکه بڼه په افغانستان کې تاوتریخوالی او تبعیض کړی دی او ډېر کړی یې دی او هېڅ ډول حساب ورکړه نشته.»

په دې لړ کې کابل وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«بشري حقونه هغه مهال ضایع کېدل او زموږ خلک له بېلابېلو جنایتونو او وحشت سره مخامخ وو چې تر بمبارد او د درنو وسلو تر ډزو لاندې ول، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته زموږ د خلکو او هېوادوالو حقوق تامین شول.»

بل پلو د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاکبروف په افغانستان کې د خلکو پر ناوړه اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي،چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره نورو مرستو ته اړتیا ده.

هغه د افغانستان په اقتصادي بیارغاونه کې د ښځو او نجونو رول مهم بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې کارپوهانو په یوه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي امارت کړنې اروزلې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه