د اګسټ په ۱۵مه د جمهوریت له ړنګیدو سره، د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت هم د ځینو سیاسي بدلونونو قرباني شو.
پر ښځو له محدودیتونو لګولو نیولې د حجاب په اړه فرمانونه او مدني اعتراضونه هغه پېښې وې چې غبرګونونه یې راوپارول.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری مېرمنې دولتي ادارو ته د کار لپاره له تګ نه پاتې شوې او په نورو بنسټونو کې یې هم حضور پېکه شو.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر وزارت د ښځو وزارت بدلېدل، یو له هغو کارونو و، چې اعتراضونه یې راوپارول.
د سولې په چارو کې د مخکیني حکومت د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري وویل:«د ښځو حضور په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې د پرله پسې کلونو تجربو ښودلې ده چې هغوی د افغانستان د وړتیا لرونکو نیم نفوذ دي.»
په وروستي یوه کال کې، یو شمېر مېرمنو د اسلامي امارت پر وړاندې اعتراض وکړ او په ځلونو د عدالت غوښتنې لپاره واټونو ته راووتې او اعتراضونه یې وکړل.
دغه کار د دې لامل شو،چې یو شمېر دغه مېرمنې د اسلامي امارت له لوري ونیول شي او دغه کار په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.
د ښځو د حقونو فعاله خاطره حصار څرګندوي:«په لومړي ګام کې چې دوی ترسره کړ، له ټولنې د ښځو حذف کول وو.»
د موج تحول ګوند رییسه فوزیه کوفي وايي:«ښځې له خپلو ټولو انساني حقونو د کار حق، سیاسي ګډون حق، د زده کړو حق او د مدني ازادیو له حقونو بې برخې دي.»
په وروستي یوه کال کې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د ښځو په تړاو بېلابېل فرمانونه خپاره شوي دي.
لومړی شپږ ماده ییز فرمان د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په دولسمه د اسلامي امارت له لوري خپور شو، چې په کې د ښځو پر شرعي حقونو ټینګار شوی و او د دغه فرمان په یوه بند کې ویل شوي دي، چې څوک حق نه لري د سولې او یا د دښمنۍ د پای ته رسېدو په بدل کې ښځه چاته ورکړي.
او د روان لمریز کال د غويي په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر ښځو حجاب اجباري کړ.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وویل:«په لومړي ځل دې د بې حجابې ښځې کور په نښه شي او ولي ته دې سپارښتنه وشي او تنبیه شي او په دویم ځل یاده ښځه نوموړي ریاست ته احضار شي او په درېیم ځل د هغه ولي د درې ورځو لپاره بندي شي او په څلورم پړاو کې ولي محکمې ته وسپارل شي چې په مناسبې سزا محکوم شي.»
د ښځو په تړاو د اسلامي امارت د فرمانونو پر وړاندې غبرګونونه یوازې په افغانستان کې محدود پاتې نه شول، بلکې دغه کار د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو غبرګون راوپاراوه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې عالي کمېشنره میشل باشله وايي:«طالبان باید د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو د حقونو درناوی وکړي»
په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسیون تړل کېدل، په ځينو ولایتونو کې صحرایي محاکمې، د زده کړو له دوامه د دولتي پوهنتونونو د محصلانو بې برخلیکه پاتې کېدل، د ښځو پر فعالیت د محدودیتونو لګول کېدل، له مدني اعتراضونو سره نظامي چلن او د بشري حقونو د مدافعانو ستونزې د بشري حقونو هغه نور مسایل دي، چې ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې په دې تړاو د پېښو څارنې ته درې استازي رالېږلي دي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ وویل:«د سخت حجاب اعمال او په کورونو کې پاتې کېدل جنسیتي تفکیک دی او موخه یې له ټولنې نه د ښځو لادرکه کول دي.»
د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«لکه څرنګه چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، طالبان غواړي په افغانستان کې د نه لیدو وړ وګرځوي.»
پر افغانستان د طالبانو د یو کلنۍ واکمنۍ په وروستیو ورځو کې بیا هم په کابل کې یوه ډله مېرمنې د اوسني حکومت د سیاسيتونو په تېره بیا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت په اعتراض کې واټونو ته راووتې.
خو له دې ټولو سره سره، اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو بل لید لوری لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د اسلامي امارت له راتګه وروسته په هېواد کې بشري وضعیت له هر پلوه ښه شوي دي او الحمدالله د اسلامي امارت له راتګ وروسته، وژنه، جګړه او د خلکو وژنه درېدلې ده.»
سره له دې چې، اسلامي امارت په تېر یو کال کې د نړۍ له هېوادونو د تعامل او د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده، خو د امریکا او اروپایي هېوادونو په ګډون د نړۍ هېوادونو تل د ښځو د حقونو او بشري حقونو د خونديتوب غوښتنه تکرار کړې ده.
په دې اړه مو اندونه