Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان کې د سېلابونو د راتلو له امله د ۳۰ تنو مړینه

پروان کې د مرګونو سېلابونو د راتلو له امله ۳۰ تنه مړه شوي او کابو سل تنه نور تپيان شوي دي. د ځايي چارواکو په وینا سل تنه نور نادرکه دي.

دوی زیاتوي، ورکو شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د پروان والي عبیدالله امین زاده وویل:«د مړه شویو شمېر ۳۰ تنو او د ټپيانو هم ۹۵ تنو ته او د کورونو د ویجاړۍ شمېر هم له سلو پورته دی.»

د یوې اتیا کلنې مېرمنې خپلوان چې د هغې بې روحه جسد د هدیرې پر لور وړي، وايي چې وروستیو سېلابونو د دې مېرمن سربېره، د لسګونو نورو کسانو ژوند اخیستی او لسګونه نور ورک دي.

د وژل شوې ښځې له خپلوانو حیات الله وايي:«دوه ورېرونه مې، یو ځوان هلک او پېغله نجلۍ او د عمه نږور مې.»

د وژل شوې ښځې بل خپلوان محمد عثمان وویل:«یو ناورین و راغی او یو ستر کلی یې لاندې کړ، د کلي، کورونو او خلکو هېڅ اثر نه دی پاتې.» 

د پروان سېلاب ځپلي وایي، دغه طبیعي پېښې پر ځاني زیانونو سربېره، دوی ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. په دغو سېلابونو کې لسګونه کورونه او سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

زیانمن شوی میر احمد وايي:«۹۵ یا ۹۶ کورونه وو چې ټول ویجاړ شوي دي.»

زیانمن شوی نظام الدین څرګندوي:«زموږ په کلي کې ژوند کول او اوسېدل ناشوني دي؛ موږ ته دې ځای برابر کړي.»

بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله ۹ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شپې سېلابونو نه یوازې پروان، بلکې د هېواد ډېری نورو ولایتونو کې هم د ځاني زیانونو ترڅنګ، ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه