که څه هم په تېر یو کال کې د اسلامي امارت یوه لاسته راوړنه په افغانستان کې د امنیت تامینول دي، خو بیا هم د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴ نېټې وروسته د هېواد ځینې برخې د امنیتي پېښو شاهدې وې – پر ځینو جوماتونو بریدونه، چاودنې او په کابل کې د امریکا هوايي برید د روان کال له سترو امنیتي پېښو څخه دي.
د هېواد ځینې ولایتونه د یو شمېر مرګونو پېښو شاهدان و.
د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: «د نورو کلونو پرته په تېر یو کال کې امنیتي وضعیت ښه و، خو دا وضعیت په بشپړ ډول د ډاډ وړ نهدي.»
په هغه برید کې چې د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشو، ۱۸۰ کسان پهکې ووژل شو او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شول. امریکايي او نور بهرني ځواکونه هغه مهال له افغانستانه نه و وتلي.
په کندوز کې د شیعهګانو پر جومات برید کې تر ۵۰ ډېر کسانو ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول. دا برید د ۱۴۰۰م کال د تلې په ۱۶مه وشو.
دغه راز د تېر هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۳مه نیټه د کندهار په یوه جومات کې خونړی برید وشو. په دغه برید کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۷۰ تنه نور ټپیان شول.
او د ۱۴۰۱ کال د ثور د میاشتې په نهمه (جمعه) په کابل کې د خلیفه صاحب پر زیارت برید وشو. ویل شوي چې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي وو.
د پوځي چارو کارپوه اجمل عمر شینواری وايي: «د امینت د ټینګښت په برخه کې چې تر څو خلک ونډه و نهلري او معتبر امنیتي بنسټونه ظرفیت و نهلري او د متخصص کسان پهکې شریک نهوي؛ په هېڅ ډول او په هېڅ وجه امنیت نهشي ټینګېدای.»
د ۱۴۰۰ کال د لړم په یوولسمه پر سردارمحمد داوود خان روغتون برید هم یوه خونړۍ پېښه وه چې په پایله کې یې اووه تنه ووژل شول او پینځه نور ټپیان شول.
د یوناما د راپور له مخې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو لسو میاشتو کې اووه سوه تنه وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي. د ډېری دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
کور په کور پلټنه د تېر یوه کال بله پېښه وه چې اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د کب په شپږمه نېټه په پلازمیني کې د کورونو پلټنه پيل کړه او دا عملیات په ۳۴ ولایتونو کې پراخ شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا عملیات د خلکو او عام ولس په ضد نهدي او د هېچا په وړاندې باندې هم کوم بد نیت نهلري؛ بلکې صرف هغه څوک چې انسان تښتونکي او غل دی او زموږ ټولنې ته بېثباتي راولي ناامني پېښوي، د خلکو ژوند په خطر کې غورځوي، د هغوی پر وړاندې عملیاتر کېږي.»
د ۱۴۰۰ کال د کب په څوارلسمه د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د لومړي ځل لپاره د رسنیو په مخ کې راښکاره شو. امریکا د نوموړي د موقعیت د موندلو لپاره لس مېلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.
د کورنیو چارو سرپرست وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وايي: «دنیاوال دې موږ سره چنې نه وهي، دا دې د ځان لپاره ګواښ نه بولي، دا دې د ځان لپاره پیغور نه بولي. ګورئ ستاسو د مرستې او د ګرځېدلو، ستاسو د پاتې کېدلو او ستاسو د امنیت ټول شرایط درته برابر شوي دي.»
د روان کال د زمري په نهمه نېټه کابل په شیرپور کې پر یوه کور د امریکا لهخوا هوايي برید د خبرونو سرټکی شو. له دې بریده دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې پهدې برید کې القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي: «د شنبې په ورځ زما په حکم متحده ایالاتو په کابل کې بریالی هوایي برید وکړ چې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو لامل شو.»
که څه هم اسلامي امارت منلې چې د امریکا بېپيلوټه الوتکې د کابل په شیرپور کې پر یوه کور برید کړی، خو تراوسه یې د القاعدې ډلې د مشر وژل کېدل تایید یا رد کړي نهدي. له هغې وروسته کابل او واشنګټن یو بل د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورن کړل.
د رییس الوزار دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «دا موضوع تراوسه موږ ته واضح نه ده، یوازې یو څه معلوم دي چې دلته هوايي برید شوی دی. او دا د نړۍوالو اصولو او د دوحې د هوکړه لیک په خلاف دی. د اسلامي امارت د پالیسۍ په هکله په ځلونو خلکو ته ویل شوي دي چې زموږ خاوره به د ګاونډیانو په ضد ونه کارول شي، او دا د اسلامي امارت پالیسي ده.»
په تېرو څو اوونیو کې هم په کابل کې مرګوني بریدونه شوي او داسې باور کېږي چې لا هم افغانستان دایمي ثبات او امنیت ته تر رسېدو اوږده لاره په مخکې لري.
په دې اړه مو اندونه