Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې دښځو حقونو پر رعایت د نړۍ هېوادونو او بنسټونو پرله پیسې ټينګار

افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د غوښتنو په دوام، اروپايي ټولنه او یوناما له اسلامي امارته غواړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.

اروپايي ټولنه افغانستان کې د اوسني حکومت له چارواکو غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل چلن بدل کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوسپ بورل وویل:«پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته، بشري وضعیت خراب شوی دی او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو نقض د زیاتېدو په حال کې دی. زه له هغو کسانو چې په کابل کې د واک واګي په لاس کې لري، غواړم چې دا د نه منلو وړ پرېکړې او چال چلن بدل کړي.»

بلخوا د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي هم څرګندوي:«د نړۍوالې ټولنې او نورو بنسټونو دا ګامونه د اندېښنې په کچه کې دي او باید دغه کارونه په عملي توګه ترسره شي.»

بل خوا جرمني، په افغانستان کې د یوناما دفتر او امریکا متحده ایالتونه وایي،چې د طالبانو په چلند کې د بدلون له راتلو پرته به په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شي.

یوناما په دې هکله وايي:«د یوه کال په تېرېدو سره موږ له طالبانو غواړو چې فکر وکړي. د افغانستان د جوړولو لپاره د اړینو ګامونو د پورته کولو او د دغه هېواد خلکو ته د هیلې بښلو فرصت پاتې دی. ځکه له بدلون پرته هر څه لا خرابېدلای شي.  نړۍواله ټولنه به له هغو کسانو سره تعامل وکړي،چې د افغانستان د خلکو رېښتیني استازي وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم زیاتوي:«طالبانو هغه ژمنې چې د افغانستان د خلکو، په تېره بیا، د ښځو، نجونو، مذهبي لږکیو او قومي لږکیو په تړاو کړې وې عملي کړې نه دي. موږ به په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره د ښځو او نجونو له حقونو نه دفاع ته دوام ورکړو.»

په دې لړ کې کابل وایي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«موږ د بشري حقونو د مسایلو په برخه کې مثبت ګامونه اخیستي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې اوس په افغانستان کې هېڅ استازولۍ نه لري، د یوه راپور په خپرولو سره وایي چې په تېریوه کال کې نږدې درې زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه