Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: د نجونو له زده کړو انکار، د هېواد له پرمختګه انکار دی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نجونو د زده کړو مخنیوی د افغانستان د ګټو خلاف بولي او وايي چې ولس به د خپلو نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

پخواني ولسمشر د جرمني له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو د زده کړې له حقه انکار د هېواد له پرمختګ او اقتصادي هوساینې څخه د انکار په معنا دی او دوام به یې افغانستان له فقر سره مخ کړي.
 
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«کله چې زموږ لوڼې له لومړنیو ښوونځيو پورته عمر ته ورسېږي، څه باید وکړو. کله چې باید له شپږم ټولکي پورته ښوونځيو ته ولاړې شي، له هېواد نه وتل د وطن د پرېښودلو په معنی دي. نو موږ مجبور یوو چې د خپلو ماشومانو او خپلو لوڼو د حق لپاره مبارزه وکړو، موږ به تسلیم نه شو او دا د هېواد د ګټو پر خلاف کار دی او په هېواد کې د نجونو د زده کړو له حقه انکار د هېواد له پرمختګ او اقتصادي ځان بساینې نه انکار دی.»

بل خوا د پوهنې وزارت چارواکي په یوې غونډه کې وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسوولې ادارې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو تفاهم ته نه دي رسېدلي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وویل:«له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله د اسلامي امارت له مشرتابه او اسلامي امارت له خوا کومه رسمي اعلامیه  صادره شوې نه ده.»
             
د پوهنې وزارت معین عبدالخالق صادق هم وايي:«د شل کلنې خرابۍ به څنګه څوک وکړای شي چې په یوه کال کې دا خرابۍ جوړې کړي، بیاورغوي او د هغه لپاره یوه بشپړه پالیسي جوړه کړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړلې پاتې دي. په ځلونو د نجونو د لومړنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره اعتراضونه شوي دي او د سرپرست حکومت ځينو چارواکو هم د ښوونځيو د پرانیستلو ژمنه کړې ده، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه ښوونځي به کله پرانیستل شي؟

د پوهنې وزارت چارواکي په یوې غونډه کې وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسوولې ادارې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو تفاهم ته نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه