Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د اسلامي امارت ځواکونو د وژلو او اسیر نیولو د راپور ردول

د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د اسلامي امارت تر ۴۰ د زیاتو ځواکونو د وژلو او نیولو خبر رد وي.

د پنجشېر د والي ویاند د دغه ولایت د «درې ولسوالۍ» پر ځینو برخو د څو توغندويي بریدونو پخلی کوي، خو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د ځینو کلیو نیول او د اسلامي امارت ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړول او د هغوي نیول ردوي.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل:«دا په بشپړه توګه یوه ناسمه ادعا ده یوه کاذبه ادعا ده، د اسلامي امارت ځواکونه د پنجشېر په ټولو ولسوالیو کې مېشت دي او یوازې تېره شپه څو توغندي د مخالفو ځواکونو له خوا په دره کې لګېدلي وو او توغول شوي وو چې ځاني مرګ ژوبله نه لري.»

تر دې وړاندې دغې جبهې د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې له دوی سره په جګړه کې د اسلامي امارت لس سرتېري وژل شوي او لسګونه نور یې اسیر نیولي دي.

دغه انځورونه د مقاومت جبهې د ویاند صبغت احمدي له لوري خپاره شوي وو.
 
له بلې خوا، په دې اړه بېلابېل نظریات ورکړل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وویل:«د نظام او حکومت مخالفین که څه هم شمېر یې کم وي او جغرافیه یې کوچنۍ وي، اړتیا ده چې د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه له دوی سره حل شي.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي هم څرګندوي:«د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لار دا ده چې ټولې ښکېلې خواوې په یوه ټغر کېني او د افغانستان په برخلیک یوه ګډه او ملي پرېکړه وکړي.»

له دې مخکې هم د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي؛ خو اسلامي امارت تل په پنجشېر کې پوځي نښتې رد کړې دي.

د مقاومت جبهې د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې له دوی سره په جګړه کې د اسلامي امارت لس سرتېري وژل شوي او لسګونه نور یې اسیر نیولي دي.

تصویر بندانگشتی

د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د اسلامي امارت تر ۴۰ د زیاتو ځواکونو د وژلو او نیولو خبر رد وي.

د پنجشېر د والي ویاند د دغه ولایت د «درې ولسوالۍ» پر ځینو برخو د څو توغندويي بریدونو پخلی کوي، خو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د ځینو کلیو نیول او د اسلامي امارت ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړول او د هغوي نیول ردوي.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل:«دا په بشپړه توګه یوه ناسمه ادعا ده یوه کاذبه ادعا ده، د اسلامي امارت ځواکونه د پنجشېر په ټولو ولسوالیو کې مېشت دي او یوازې تېره شپه څو توغندي د مخالفو ځواکونو له خوا په دره کې لګېدلي وو او توغول شوي وو چې ځاني مرګ ژوبله نه لري.»

تر دې وړاندې دغې جبهې د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې له دوی سره په جګړه کې د اسلامي امارت لس سرتېري وژل شوي او لسګونه نور یې اسیر نیولي دي.

دغه انځورونه د مقاومت جبهې د ویاند صبغت احمدي له لوري خپاره شوي وو.
 
له بلې خوا، په دې اړه بېلابېل نظریات ورکړل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وویل:«د نظام او حکومت مخالفین که څه هم شمېر یې کم وي او جغرافیه یې کوچنۍ وي، اړتیا ده چې د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه له دوی سره حل شي.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي هم څرګندوي:«د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لار دا ده چې ټولې ښکېلې خواوې په یوه ټغر کېني او د افغانستان په برخلیک یوه ګډه او ملي پرېکړه وکړي.»

له دې مخکې هم د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي؛ خو اسلامي امارت تل په پنجشېر کې پوځي نښتې رد کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه