Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې یوې اوونۍ سېلابونو کې ۹۰ تنه مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۰ تنه مړه شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان دي.

د سېلابونو د قربانیانو ډېر شمېر په پروان ولایت کې دی.

دغه وزارت ویلي، چې پر ځپل شویو یې خوراکي توکي او خیمې وېشلي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل:«په ننګرهار کې څلور تنه، په پکتیا کې ۹ تنه، په لور ګې ۹ تنه په میدان وردګو کې څلور تنه شهیدان شوي دي په دغو سېلابونو کې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي چې په سلګونه کورونه او په زرګونه جریبه ځمکې ویجاړې شوې دي.»

د دغو ولایتونو سېلاب ځپلو ته ورکړل شوې مرستې کافي نه بولي او وایي، چې دغو سېلابونو یې ټول شته له منځه وړي دي.

له بلې خوا، د پروان او کاپیسا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې خپل هرڅه یې په سېلابونو کې له لاسه ورکړي دي. دوی له مسوولو بنسټونو غواړي چې بې له ځنډه مرستې ورسره وکړي.

د کاپیسا اوسېدونکی زمری وايي:«سېلابونو زما مېرمن وړې ده، زما کور، ژوند هر څه مې چې لرل وړي دي.»
 
د پروان یو تن اوسېدونکی هم څرګندوي:«کور له منځه تللی دی، اوبه دننه راننوتلي دي، حتا وسایل نشته چې د کور له منځه اوبه راوباسوو.»

دا په داسې حال کې دي چې په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه