Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب له بدلونه خبر ورکړ

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د افغانستان پخوانی تحصيلي نصاب معياري او د ټولنې له ضرورتونو سره برابر نه وو.

د دغه وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني، نن په يوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تحصيلي نصاب يې له عصري او ديني اړخه غني کړی دی.

حقاني له نړۍوالې ټولنې غوښتې، چې د افغانستان له تعليمي او تحصيلي بنسټونه سره دې مرسته وکړي.

د لوړو زده کړو وزير عبدالباقي حقاني وویل:«په دغه تېرو وختونو کې کوم نصاب چې موږ درلود، دا کمزوری و، دا نصاب د دې نه و، چې داسې ځوانان وروزي چې ملک اباد کړی شي، ملک خودکفا وګرځي او ملک د دنیا له ملکونو سره همسيال وګرځي.»

عبدالباقي حقاني وايي، چې په پوهنتونو کې يې د اسلامي ثقافت مضمون پوهنتون شموله او له يو څخه درې ساعتونو ته پورته کړی دی.

هغه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو له بهیر سره دې مرسته وکړي.

ښاغلي حقاني وویل:«د نړيوالې ټولنې دا فرض جوړېږي، که د افغانستان په نورو برخو کې کومک نه کوي؛ خو په تحصلي او تعليمي برخو کې بايد کومک وکړي. ځکه دا دواړه برخې غير سياسي برخې دي او رابطه يې مستقيم له ولس سره ده.»

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وايي، چې په تېر يوه کال کې د ازادو برسونو له لارې د نجونو په ګډون ځينې محصلين بهر ته د زده کړو لپاره تللي دي. 
دغه مسوولان د کانکور ازموينې د اخيستلو لپاره خپله پخوانۍ ژمنه بيا تکراروي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي وايي:«تېر ځل دوه سوه زره کسانو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی وو، موږ هیله لرو، چې دا ځل له دوه سوه زرو څخه هم د ګډونوالو تعداد زيات شي. د کانکور ازموينه به هم د سنبلې په اخره کې واخيستل شي او مشخصه ورځ به يې د لوړو زده کړو وزارت او ازموينو ملي ادارې له لوري اعلان شي.»

د لوړو زده کړو وزارت د دفتر ریيس عرفان الله عباد څرګنده کړه:«د ازادو برسونو له لارې تر اوسه دوه ښځينه نوماندانې او يويشت نارينه نوماندان د لېسانس برنامې لپاره د هند، ترکيې او قزاقستان هېوادونو او همدارنګه ۳۳ نارینه نوماندان هندوستان سعودي او قزاقستان هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره معرفي شوي دي.»

د دغه وزارت مسوولين وايي، چې د هېواد په پوهنتونو کې يې څلور نوې پوهنځي جوړ او اوولسو پوهنتونو کې د شرعياتو پوهنځي منظور کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه