Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوال امنیت غونډه؛ د افغانستان او سیمې امنیت مهم وبلل شو

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي ژانګ مینګ د نړۍوال امنیت په غونډه کې چې په مسکو کې جوړه شوې وه، وايي چې د افغانستان وضعیت ته رسېدنه په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره یو مهم عامل دی.

د سه شنبې په ورځ مسکو د آسیايي، افریقايي او لاتینې امریکا هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون د لسمې امنیتي ناستې کوربه و.

د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ په دې غونډه کې وویل:«د افغانستان وضعیت ته پاملرنه په سیمه کې د امنیت ساتلو مهم عامل دی، د غړو هېوادونو چارواکي هیله من دي چې افغانستان په یوه آزاد، ولسواک او خپلواک هېواد بدل شي.»

د چین دفاع وزیر په دغه ناسته کې په سیمه او افغانستان کې د ترهګرۍ پرخلاف جګړې ټینګار کوي او زیاتوي چې هېواد یې چمتو دی له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وي فنګ هه وايي:«چین چمتو دی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت، په سیمه او افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه او بشردوستانه مرستو کې همکاري وکړي.»

د روسیې دفاع وزیر هم په دې ناسته کې وایي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په منځنۍ آسیا کې وضعیت ترینګلی شوی دی. نوموړی ټینګار کوي چې د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان ګډه همکاري په سیمه کې د ثبات له رامنځته کېدو سره مرسته کولای شي.

د روسیې دفاع وزیر سرګيئ شویګو څرګنده کړه:«روسیه، چین، ایران، هند او پاکستان کولای شي د سیمې په ثبات او د  ترهګریزو ګواښونو په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.»

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې ځینو روسي چارواکو په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو فعالیتونو د پراختیا او له دې هېواده د سیمې د ګواښلو د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د روسیې دفاع وزیر سرګيئ شویګو ټینګار کوي چې د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان ګډه همکاري په سیمه کې د ثبات له رامنځته کېدو سره مرسته کولای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه