Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اوو مېلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې دي

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت څېړونکی وايي، له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا د څه باندې اوو مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په دغه هېواد کې پاتې دي.

د امریکا د دفاع وزارت سر څېړونکي د دغه هېواد کنګرې ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې، دغه تجهیزات اوس د سرپرست حکومت له لوري ضبط شوي دي. د هغه په وینا، په دغو پوځي تجهیزاتو کې، الوتکې، چورلکې، نظامي زغره وال موټر او وسلې شاملې دي.

د امریکا د سر څېړونکي د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د دغو تجهیزاتو وضعیت مشخص نه دی او که دغه تجهیزات له ښې ساتنې او بیارغونې پرته د امریکا د قراردادیانو له لوري وکارول شي؛ نو اغېزناکې به نه وي. د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له دغه هېواده د وتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري کابو ټول کارېدونکي اصلي نظامي تجهیزات له منځه یوړل.»

د دغه راپور په یوې بلې برخه کې راغلي چې، له درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې ۹۰ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د پوځي چارو کارپوه محمد متین وايي:«امریکا باید دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي چې امریکا د څه لپاره افغانستان ته راغلې وه؟ شل کاله یې چې په افغانستان کې تېر کړل د کومو موخو لپاره، په داسې حال کې له تجهیزاتو پرته ټول پوځي رازونه یې په اسیا کې فعال شول.»

د پوځي چارو شنوونکي یوسف امین هم وویل:«تجهیزات باید په سمه بڼه وساتل شي، ځکه چې دا د افغانستان د خلکو پانګه ده او د هېواد د ګټو په پار، د افغانستان د خلکو د ګټې، ارامښت، سولې او امنیت لپاره ترې استفاده وشي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له یوې روسیۍ رسنۍ سره په مرکه کې د امریکا له لوري افغانستان ته د ورکړ شویو نږدې سلو نظامي الوتکو او څرخکو د برخلیک او دا چې اوکراین ته ولېږدول شي او یا هم د اوکراین په جګړه کې وکارول شي، اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف څرګنده کړه:«زموږ لپاره مهمه ده چې، د افغان نظامیانو شاوخوا سل څرخکې او الوتکې چې د تېر کال په اګست کې ازبېکستان او تاجیکستان ته لېږدول شوي، اوکراین ته ونه لېږدول شي.»

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان دوه میاشتې مخکې تاجیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و چې، یادې الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي او په وینا یې دا د طالبانو نه دي.

د اسلامي امارت ویاند څه موده مخکې ویلي و چې، د امریکا ټول پاتې نظامي تجهیزات له دوی سره خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده مخکې ویلي و چې، د امریکا ټول پاتې نظامي تجهیزات له دوی سره خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه