Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین غواړي په افغانستان کې له اوسني حکومت سره اړیکې پراخې کړي

چین وايي، د افغانستان له اوسني حکومت سره به خپلې اړیکې پراخې کړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو په یوې خبري غونډه کې وویل، چین به د یوه ښه ګاونډي او شریک په توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

هغه وايي، چين د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندلو په برخه کې د امريکا لار نه څاري او په تېر يوه کال کې يې له اوسني حکومت سره اړيکې ښې او د ورورولۍ وې.

په کابل کې سفیر وانګ یوو وايي: «چين به د ښه ګاونډي، ورور او همکار په توګه د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو افکارو په رڼا کې د نړيوال پرمختيايي او امنيتي وړانديزونو له مخې، له افغانستان سره د مختلفو چارو همکارۍ پراخې کړي. له زحمت‌کښو افغانانو سره يو ځای به په افغانستان کې د سولې، ټيکاو او پرمختګ د ژر تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.»

دغه چینايي ډېپلوماټ زیاتوي، امريکا په افغانستان کې ستونزې جوړوي او له دې هېواده تر وتلو وروسته يې له افغانانو سره هېڅ مرسته نه‌ده کړې.

وانګ یوو وايي: « امريکا يوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي. په افغانستان کې ۲۰ کلنې جګړې چې د امريکا له‌خوا رامنځ‌ته شوې،  نه يوازې دغه هېواد ته ټولنيز پرمختګ نه‌دی ورکړی؛ بلکې د افغانستان زيربناوې يې سختې ويجاړې کړې چې په پایله کې يې د افغانستان اقتصادي پرمختګ تر اوسه په رکود کې پاتې دی او افغانان سخت ژوند تېروي.»

ځينې سياستوال هم په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د نړيوالو اړيکو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «که موږ له چین سره خپلې اړیکې قوي کړو او چین هم افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه ومني او راکړه ورکړه ورسره وکړي، د افغانستان په ګټه ده.»

د سياسي چارو کارپوه واحدالله فقيري وايي: «چین له امريکا سره په سیالۍ کې دی او اوس يې کرار کرار اړيکې نورې هم خرابېږي. چين تل کوښښ کوي چې د امريکا هغه کمزوري ټکي د امريکا پر مخ رابرسېره کړي. لکه امريکا ته چې يو پېغور ورکوي، له هغه ځای څخه چې تاسې وتښتېدی موږ دا دی ښه روابط ورسره لرو.»

په کابل کې د چين سفير په‌دې کنفرانس کې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسې پلوسي سفر د چين په ملي حاکميت تېری وباله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه