نن (جمعه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۳مه کليزه ده.
د دې ورځې په مناسبت د سياسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په تېره څه باندې يوه پېړۍ کې افغانستان لا هم سياسي ثبات ته نهدی رسېدلی او ډېری نظامونه د جګړو او کودتاو له لارې رامنځته شوي دي.
دوی د افغانستان د ناوړه وضعيت لامل د زور له لارې واک ته رسېدل بولي.
غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې له انګليسانو سره تر لنډې جګړې وروسته د افغانستان ازادي بېرته تر لاسه کړه. په تېرو ۱۰۳ کلونو کې بېلابېلو نظامونو دغه ورځ په بېلابېلو ډولونو نمانځلې ده، خو سږکال د دې ورځې نمانځنه د پخوا پرتله کمرنګه وه.
تاریخ پوه شهسوار سنګروال وايي: «د افغانستان په محاصر تاریخ کې تر ډېره بریده، بهرنیو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده او له بلې خوا خپله په افغانستان کې هم له بده مرغه همدسې یو سیاسي مشر نه درلوده چې د هېواد د ثبات لپاره کار وکړي.»
خو د ۱۰۳ کلونو په تېرېدو افغانستان لا هم سياسي ثبات ته نهدی رسېدلی او ډېری نظامونه د جګړو او کودتا له لارې منځته راغلي دي.
کارپوهان پهدې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «افغانستان یو داسې هېواد دی چې ډېری وخت له بدلونونو سره مخامخ شوی دی او دا بدلونونه ډېری وخت خلکو ته زیان رسولی دی.»
د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: « که څه هم په تېرو ۱۰۳ کلونو کې مو خپلواکي نمانځلې ده، خو د افغانستان په تاریخ کې داسې وختونه هم و چې خپلواکي د افغانانو په لاس کې نهوه، خو راتلونکی ښه کېدای شي.»
په تېرو ۱۰۳ کلونو کې د افغانستان ډېری نظامونه له صفر پيل شوي، خو ثبات ته تر رسېدو مخکې ړنګ او له منځه تللي دي.
د کابل اوسېدونکی جمشید بهزادپور وايي: «پخوا خلکو په ډېرې لېوالتیا سره له درې رنګه ملي بیرغ سره خپلواکي نمانځله، خو سږ کال چې ګورو هېڅ و نه نمانځل شوله.»
د افغانستان اوسنی حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه رامنځته شو، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره هېڅ هېواد ریسمیت پېژندلو ته نهدی حاضر شوی.
په دې اړه مو اندونه