Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهارغونډې پرېکړه‌لیک؛ اسلامي امارت دې "د مشروع نظام" په توګه وپېژندل شي

د کندهار له قومي غونډې وروسته ګډونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړۍ وغوښتل چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني.

د دې غونډې په شپاړس ماده‌ييز پرېکړه‌ليک کې په کابل کې د امريکا د هوايي بريد په اړه راغلي، هغه ګاونډي هېوادونه په‌دې جنایت کې شریک دي چې امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې ته يې په خپله فضا کې د فعاليت اجازه ورکړې او دا کار به د دوى لپاره ناوړه پايلې ولري.

د دې پرېکړه‌لیک په نهمه ماده کې راغلي: «د دغه هېواد واکمن باید پوه شي چې د افغانستان پر سر معامله کول او په خپله فضا او ځمکه کې د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورکول او همداراز د افغانستان خلاف فعالیتونو ته اجازه ورکول په یقین سره چې ناوړه پایلې به ولري.»

د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ناسته کې پرون )پنج‌شنبه( په کندهار کې تر سره شوه چې د اسلامي امارت د مشر او چارواکو په ګډون له ۳ زره ډېرو کسانو په‌کې ګډون کړی وو.

د پوهنتون استاد نجیب الله جامع وايي: «دا نه یوازې له نړیوالو اصولو سره جوړ او برابر ګام دی؛ بلکې دا د افغان ولس هغه غږ او غبرګون دی چې تل یې پر حکومت غړ کړی دی چې باید د سیمې د هېوادونو مضرو اقداماتو پر وړاندې ودرېږي.»

د دې پرېکړه‌لیک په اتمه ماده کې راغلي، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت د مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ولري.

په کندهار کې د دیني عالمانو غونډې د پرېکړه لیک یوه برخه کې راغلي: «غږ کوو چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني، له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ولري، ټول محدودیتونه یې چې لګولي هغه لیرې کړي او د اقتصادي پرمختګ او ابادۍ په برخو کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: «د افغانستان ټولو استازیو ګډون نه‌درلود، ان یوازې ښځې هم په‌دې کې ګډون نه‌درلود.»

د دې پرېکړه لیک په ۱۴مه ماده کې له امارته غوښتل شوي چې د عدالت، دیني او عصري زده‌کړو په برخو کې ښځو، لږکیو، ماشومانو او ټولو خلکو ته پاملرنه وکړي.

په پرېکړه لیک همداراز راغلي: «پر امارت غږ کوو چې د عدالت، دیني او عصري زده کړو، روغتیا، کرنې او صنعت په برخو کې د شریعت په رڼا کې لږکیو، ماشومانو، ښځو او د ټولو خلکو حقونو ته ځانګړی پام ولري.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي: «که طالبان په رښتیا د افغان ښځو اسلامي او بشري حقونو ته ژمن وي، باید د ښځو سېسټماټیک ورکېدل پای ته ورسوي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي.»

په دې ناسته کې ویل شوي چې هېچا ته به اجازه ور نه‌کړل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نشست بزرگ عالمان دین، بزرگان قومی روز پنج‌شنبه در کندهار برگزار شد که بیش از ۳ هزار تن به شمول رهبر امارت اسلامی شرکت کرده بودند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه