Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو نه پرانیستل؛ نجونو غیر رسمي زده کړو ته مخه کړې

د منځنۍ او لېسې دورو ځينو زده کوونکو نجونو له هغې وروسته کله چې ښوونځيو ته یې د تګ اجازه ترلاسه نه کړه، پرېکړه کړې چې خپلو زده کړو ته په غیر رسمي توګه دوام ورکړي.

دغه زده کوونکې وايي، د ښوونځيو له تړل کېدو یې څه باندې يو کال تېرېږي، خو د بيا پرانيستلو برخلیک یې لا هم روښانه نه دی.

زده کوونکې یلدا وویل:«تل وايي چې دغه میاشت پیلېږي او بله میاشت پیلېږي، تل یې موږ دوکه کړي یوو او موږ دا غواړو موږ ته دې سم ووايي چې څه وخت پيلېږي، موږ ولې باید درس ونه وایوو.»

بله زده کوونکې ارزو هم وايي:«موږ دلته راځو ځکه چې ما ځينې نجونې ولیدې چې په کور کې یې حتا روحي حالت هم خراب شوی دی. دلته راځو چې درس زده کړو، یو څه زده کړو چې په راتلونکي کې وکړای شوو یو څه وکړو.»

له دې سره په یو وخت ښوونځي ته د نجونو له نه پرېښودلو سره په یو وخت یو شمېر زده کوونکې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکې دي.

زده کوونکې ثنا څرګنده کړه:«له اسلامي امارته غواړو چې ټولو نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي او غواړو چې ښوونځيو ته ولاړې شوو.»

یوه بله زده کوونکې سحر وايي:«هغه نجونې چې ناهیلې شوي دي باید هغوی درک کړي باید درس ولولو او په خپل هېواد کې پرمختګ وکړو.»

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت یو چارواکی وايي، که د نجونو پر مخ ښوونځي پرانه نیستل شي، شل کاله نور به هم نړۍ اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم وویل:«که چېرې دغه مسله حل نه شي شل کاله نور به هم لوېدیځه نړۍ امارت په رسمیت ونه پېژني، دا د امارت ستونزه ده، زده کړې د نجونو حق دی، په هره جامه او په هره شرعي طریقه چې کېږي تاسې یې جوړ کړئ.»

د ښځو د حقونو فعاله حدیجه صدیقي وايي:«که چېرې دا دوام پيدا کړي، د دې لامل کېږي چې د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شي ځکه چې د زنځير د کړیو د له منځه تللو لامل کېږي او نجونې نورې نه شي کولای چې پوهنتونونو ته هم ولاړې شي.»

دا په داسې حال کې دي چې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه