Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفر د معافیت غځولو مسله وروستۍ شوې نه ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفري معافیت د غځولو په اړه وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفري معافیت د غځولو په اړه بېلابېل نظرونه درلودل او د معافیت د غځولو مسله اختلافي شوه.

د ملګرو ملتونو د ډيپلوماټانو په وینا،امریکا پر هغه څه چې له نړۍوالې ټولنې سره یې د طالبانو په کړو ژمنو کې نه پرمختګ ګڼي، وړاندیز وکړ چې پر اوو طالب چارواکو دې د سفر بندیز ولګول شي او د شپږو نورو دې یوازې قطر ته د سفر معافیت وغځول شي.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې هکله وویل:«هغه پرېکړه چې دا ځل کېږي د تېر په څېر به یو لاس او په اتفاق به نه وي، چینایان او روسان پر طالبانو د بندیزونو د لېرې کولو غوښټونکي دي او د دغه معافیت غځول غواړي، خو د امریکا په ګډون نور هېوادونه نور شرطونه لري، که څه هم امریکا هم له طالبانو سره د اړیکې د پرېکون او له هېواده بهر ته د هغوی د نه سفر غوښتونکې نه ده؛ خو په مشروطه بڼه غواړي ځينې شرطونه کېږدي.»

د اسوشیټېډ پرس د رپوټ له مخې، د امریکا متحده ایالتونو پرخلاف چین او روسیه غواړي چې د ۹۰ ورځو لپاره، د چین، روسیې قطر او سیمې هېوادونو ته د اسلامي امارت د دیارلسو چارواکو د سفر معافیت وغځول شي. چین او روسیې هم د وړاندیزونو د څېړلو لپاره د دوشنبې تر ورځې وخت غوښتی دی.

د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«که چېرې د دوحې د هوکړې مادې په سمه بڼه عملي نه شي او یا هم کومه حل لار پيدا نه شي، له یوې خوا دا معافیت نه غځول کېږي، بلخوا پر دوی نور بندیزونه هم لګول کېږي او د انزوا په لور ځي.»

پخوانی ډيپلوماټ سید نور الله راغي هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې دغه معافیت وشي، دا موضوع به لنډمهالې وي، بیا به فشارونو او د بندیزونو زیاتوالي او همدارنګه بندون ته به راوګرځو، په دې صورت کې به نړۍواله ټولنه د طالبانو د بدیلو غوراویو د څېړنې په لټه کې وي.»

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وایي چې په دې تړاو به وروستۍ پرېکړه د دوشنبې په ورځ څرګنده شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«د غړو د هوکړې لپاره وروستی وړاندیز شریک شوی دی او که چېری په دې برخه کې مخالفت او ملاحظه نه وي، د دوشنبې په ورځ به تصویب شي. نور جزیات به یې دوه ورځې وروسته معلوم شي. د دیارلسو کسانو د سفر پرمعافیت اختلاف شته او ښايي د کمو کسانو تمدید شي.»
 
د ملګرو ملتوونو امنیت شورا دوه میاشتې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د مرستیال سید احمد شهید خېل د سفر معافیت لغوه کړ او د دیارلسو نورو کسانو یې د دوو میاشتو لپاره وغځاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه