Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په خوښۍ ولسوالۍ کې سېلابونو د ۲۰ تنو ژوند اخیستی

د لوګر ځايي چارواکو نن (یکشنبې د زمري په ۳۰مه) وویل چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو د راتلو له امله د دوو ښځو او نهو ماشومانو په ګډون د ۲۰ تنو ژوند اخیستی او څه باندې ۳۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې څلور تنه نادرکه دي او په سلګونه کورونه او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د لوګر والي مولوي عنایت الله شجاع وویل:«د دغو سېلابونو په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي او څلور تنه نور نادرکه دي او کابو ۳۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.»

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په بر کلي کې تېره شپه مهال سېلابونه راغلي دي. د دغو سېلابونو راتلو په دغه کلي او نورو کلونو کې سلګونه کورنۍ بې کوره کړې دي.

دغه سېلاب ځپلي وایي، چې پر ځاني زیانونو سربېره خورا ډېر مالي زیانونه ور اوښتي دي.
 
سېلاب ځپلی طالع محمد وايي:«تېره ورځ د ماسپښین درې بجې، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د سېلابونو د راتلو شاهد وو او دغو سېلابونو ډېر کورونه ویجاړ کړل.»
   
سېلاب ځپلي نبي الله هم وویل:«زموږ کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی او موږ له مسوولو بنسټونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

بل خوا د لوګر له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره په دغې ولسوالۍ کې وضعیت بېړنی ګڼي او پر مرستندیو بنسټونو غږ کوي، چې د خلکو مرستې او همکارۍ ته ورودانګي.
  
د لوګر له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي عبداالله مفکر څرګندوي:«وضعیت بیړنی دی، ښځې او ماشومان ګیر پاتې دي او د کورنیو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي او په ځينو برخو کې حتا د موټر تګ راتګ ناشونی دی چې خلک وژغوري.»

مولوي میرهاشم حزب الله د خوښۍ ولسوال وویل:«سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته د ځاني زیان سربېره مالي زیانونه هم اړولي دي په سلګونه تنه ګیرپاتې دي او په زرګونه جریبه ځمکه له منځه تللې ده او همدارنګه ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.»

په دې وروستیو کې پر لوګر سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو راتلو ځایي خلک زیانمن کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه