Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رویټرز: امریکا د افغانستان شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته دوام ورکوي

رویټرز خبري اژانس د دریو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا دولت په پام کې لري چې د افغانستان مېلیارډونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

راپور د نوم نه ښودلو په شرط د دغو امریکايي چارواکو په حواله زیاته کړې، واشنګټن په افغانستان کې د شته بحران په اړه اندېښمن دی او د خبرو دوام هم په‌دې هېواد کې د اقتصادي ثبات په موخه تر سره کېږي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وویل: «له اړوندو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې یوو او دا زموږ اړتیا ده او افغانانو پورې اړه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دا شتمنۍ باید د پیسو د ثبات او د افغانانو لپاره باید ازادې شي.»

د مالي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «دولت، نړیوال بانک  او یا د مالیې وزارت باید د بودجې د کمښت او یا د عملیاتي مصارفاتو له امله له ارزي ذخایرو ګټه وا نه‌خلي او د ګټې اخیستنې پر مهال ښايي د افغانۍ ارزښت ته زیان واړوي.»

دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر له خپرېدو وروسته د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه د خبرو د ځنډېدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا مشرتابه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د لېږدل په موخه به یوه طرحه چمتو کړي چې له مخې به یې د یوه نړیوال پلاوي په همکارۍ دا شتمنۍ ولېږدول شي.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې د امریکايي او اسلامي امارت د چارواکو تر منځ د افغانستان کنګل شویو پیسو د لېږد په موخه د یوه باوري صندوق د جوړولو وړاندیزونه هم تبادله شوي وو، خو رویټرز خبر ورکړی چې امریکايي چارواکو د دې صندوق د جوړولو طرې په اړه خبرې د سویس له چارواکو سره شوې وې.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري طلوع‌نیوز ته څرګندوي: «د افغانانو د شتمنیو ازادېدل د امریکا له‌خوا د اقتصاد په پرمختګ او بنسټیزو  زېربناوو کې اړین رول لري.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره شتمنۍ د اتوو هېوادونو په دیارلسو بانکونو کې کنګل کړې.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر په یوه فرمان کې د افغانستان د شتمنیو یوه برخه د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړې وه چې دا چاره له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.

خو د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو ځينې کورنیو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. دوی ویلي وو چې دا پیسې د افغانستان مرکزي بانک دي او افغانانو پورې تړاو لري.

راپور د نوم نه ښودلو په شرط د دغو امریکايي چارواکو په حواله زیاته کړې، واشنګټن په افغانستان کې د شته بحران په اړه اندېښمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه