پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړي چې د لوګر له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د دغه وزارت مرستیال چې د لوګر خوښۍ ولسوالۍ ته تللی وایي، سېلاب ځپلو سره شوې مرستې بسنه نه کوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«خلک بې ځایه شوي او ورته خوراکي توکي راوړل شوي دي، خو دا بسنه نه کوي؛ ځکه چې سېلابونو د خوشي شپږ کلي او درې کلي د درې په پای کې زیانمن کړي دي.»
د شنبې شپې سېلابونو د لوګر خوښۍ ولسوالۍ کې دری زره کورنۍ بې کوره کړې دي. دغو سېلابونو پر ځاني زیانونو سربېره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
سېلاب ځپلي د دغو سېلابونو په اړه ترخې کیسې کوي.
سېلاب ځپلی قاري رحیم الله وايي:«زموږ له کوره هېڅ هم نه دي پاتې چې موږ پرې ګذاره او ژوند وکړو.»
سېلاب ځپلې کفتره هم څرګندوي:«نه خواړه پاتې دي او نه نور څیزونه، لږ اندازه پیسې چې هغه یې هم له ځان سره یوړې.»
سېلاب ځپلي دلته تر خېمې لاندې ژوند کوي او یو شمېر نور یې هم په جوماتونو، ښوونځیو او یا هم دښتو کې شپې تېروي. دغه سېلاب ځپلي د مرستندویه بنسټونو پر نه پاملرنه نیوکه کوي.
سېلاب ځپلي ساجد حسین وویل:«دوی ټول سینه بغل شوي دي، نه کمپله شته او نه هم دوشکې، نه هم اړه او نه هم وریجې.»
سېلاب ځپلی حسین شاه زیاتوي:«نه اوبه شته او نه هم کوم شی د خوړلو لپاره.»
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې د تېرې شپې سېلابونو خوښۍ ولسوالۍ کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د ۲۰ تنو ژوند اخیستی او تر ۳۰ نور ټپیان دي.
په دې اړه مو اندونه