Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف وزارت "د ښځينه محتسبینو" ریاست جوړوي

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ښځینه محتسبينو رياست جوړ کړي.

د دغه وزارت وياند محمد صادق عاکف زياتوي، چې ښځينه محتسبينې به د امربالمعروف له وزارت سره د ښځو د اصلاح په برخه کې همکاري کوي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وياند محمد صادق عاکف وايي:«زموږ وزارت په دې هڅه کې دی، چې په دې برخه کې موږ يو رياست ولرو، تر څو لکه څنګه چې د نارينه وو اصلاح رامنځته شي، همدا راز د ښځينه وو برخه کې موږ سره زموږ مسلمانې خويندې برخه واخلي اوهغوئ د ښځينه وو اصلاح وکړي.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وياند وايي، چې په تېر يوه کال کې دغه وزارت ته نږدې دوه زره شکايتونه رسېدلي، چې ډېری يې پر وخت حل شوي دي.
هغه د ښځو د لباس او د حجاب په اړه وايي 

ښاغلي عاکف زیاته کړه:«يوه مسلمانه خور چې په کې محجوبه او مستوره وي. تنګ نه وي، باريک او نازيک نه وي، مزين او معطر نه وي، له هغه ډول لباسونو سره چې غير مسلمان خلک ترې استفاده کوي له هغو سره مشابه نه وي. همدغه ته شريعت حجاب ويلی او موږ هم هېڅ مشکل ورسره نه لرو.»

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه يې د اسلامي امارت شاوخوا ۹۰۰ سرتېري د بېلابېلو دلايلو له امله د امنيتي ځواکونو له ليکو ايستلي دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستيال عبدالرحمن منیر څرګنده کړه:«که کشر يو ځای استخدام شوی وي، هغه مو اخراج کړی دی. په نشه يي موادو روږدی کوم کس که چېرته استخدام شوی وي، هغه مو اخراج کړی دی او که ږیره خريونکی يو ځای استخدام شوی وي هغه مو اخراج کړی دی. دا فعالیت مو په کابل او ۱۵ ولايتونو کې تر سره کړی او په نورو ولايتونو کې هم دوام لري.»

دغه وزارت وايي، چې په تېر يوه کال کې د نورو فرمانونو تر څنګ د حجاب د فرمان تطبیق هم په ښه ډول شوی او پایله يې هم په ټولنه کې په څرګنده ليدل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه