Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پلاوي له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، د دې وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته تللی او هلته یې له ترکي چارواکو سره د کډوالو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی تېره اوونۍ ترکیې ته ولاړ او د دې هېواد د کورنیو چارو له وزیر سلیمان سویلو او د ترکیې له لوړپوړي امنیتي مرستیال اسماعیل کتالي سره یې کتلي دي، دوی د کډوالو د حضور د قانونمند کولو او د دوی په خپله خوښه راستنېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کورنیو بې‌ځایه شویو رییس مولوي سردار   وايي: «له هغې جملې یوه لاسته راوړنه دا ده چې د یوې قانوني پروسې له لارې په ترکیه کې د مېشتو افغانانو د رااستولو په اړه هوکړه وشوه، بل چې هلته څومره ستونزې وې، ورته رسېدنه وشوه.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، دغه پلاوی د افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو د څېړلو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو او د یوې ګډې تخنیکي ډلې پر جوړولو هوکړې ته رسېدلی دی.

ښاغلی شېرزاد وايي: «په یوه توافق‌لیک باندې د اسلامي امارت او د ترکیې هېواد تر منځ توافق کېږي چې تخنیکي ټیمونه اوس په هغې باندې کار کوي او په نږدې راتلونکې به هغه هم بشپړ او لاسلیک ته چمتو شي.»

ورته مهال عبدالله او اسماعیل هغه دوه ځوانان دي چې د کار لپاره ترکیې ته تللي وو، خو له لږ وخت وروسته د ترکي پولیسو نیولي او یوه پنډغالي ته یې لېږدولي دي. دوی د سفر د ستونزو او د ترکي پولیسو له لوري د جبري ایستلو کیسه کوي.

راستون کړای شوی عبدالله وايي: «دوه درې میاشتې په زندان کې و، هلته یې موږ ساتلو، ډېر ناوړه چلن یې کاوه او هغه څوک کې بېرته افغانستان ته ستنوي، له هغوي پوښتنه هم نه‌کوي چې غواړي افغانستان ته لاړ شي او که نه‌، یوازې په اجباري ډول ویستل کېږي.»

د راپورونو له مخې، هره اوونۍ سلګونه افغان کډوال له ترکیې کابل ته رالېږل کېږي.

راستون کړای شوی اسماعیل وايي: «کمپ ته یې موږ راوستلو او وې ګواښلو چي دا د ایران مرز دی که چيرې تاسو ګوتې ولګولې، سمه ده، خو که ګوتې مو و نه لګولې، جزايي کانټرونه دي، په هغې کې مو اچوو او یا د ایران په مرز مو پر غره اړوو چې غله مو ونیسي او هلته مو ووهي، تهدید مو کړي او پیسې درنه واخلي؛ نو دا تهدیدات په کې ډېر و او موږ ته یې وویل چې راستنول په‌کې ۱۰۰ سلنه دي او خوشې کېدل نه‌شته.»

د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه ترکیې ته د افغان کارګرانو لېږل او افغانان ته د تحصیلي بورسونو ژمنه د دواړو لوریو تر منځ نورې هوکړې بلل شوې دي.

عبدالله و مشتاق که برای کار به ترکیه رفته بودند، از سوی پولیس آن کشور بازداشت و به اردوگاهی انتقال یافتند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه