په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، چې د یو شمېر طالب چارواکو د سفر د معافیت غځولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې غونډه بې پایلې پای ته ورسېده.
بلخوا د فرانسې خبري آژانس د ډيپلوماټيکو سرچینو له خولې ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې شپې په غونډه کې د اسلامي امارت د دیارلسو چارواکو د سفرونو د معافیت د غځولو پر سر اختلاف رامنځته شو او د دې شورا غړي په دې تړاو هوکړې ته ونه رسېدل.
د دغه رپوټ له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په ګډون لوېدیځ هېوادونه د سفرونو د معافیت له نوملړه د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د نومونو د لېرې کېدو غوښتونکي دي، خو روسیه او چین په دې تړاو له لوېدیځ سره د نظر اختلاف لري.
پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي وویل:«د طالبانو د سفر معافیت به د امریکا وروستۍ طرحې ته په پاملرنې چې په دې وروستیو کې یې وړاندې کړې ده وبه غځول شي. دا طرحه په دې معنا ده چې د طالبانو د شپږو غړو د سفر معافیت تمدیدېږي.»
دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه ده چې په دې تړاو بې پایلې پاتې کېږي. تر اوسه څرګنده نه ده،چې د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت په تړاو به د ملګرو متلونو د امنیت شورا بله غونډه کله جوړېږي.
د پوهنتون استاد سید جواد حسیني وايي:«چین او روسیه په دې اند دي چې معافیت باید وغځول شي، د دې لپاره چې نړۍواله ټولنه اړتیا لري چې له طالبانو سره تعامل وکړي.»
سرپرست حکومت د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت د مسلې د جنجالي کېدو په تړاو وایي چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، باید د اسلامي امارت د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه وایستل شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله څرګندوي:«هغه اقدام چې اوس نیول شوي یوازې واټن زیاتوي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي، موږ د دې غوښتونکي یوو چې د خبرو اترو لار دې ونیول شي او له دې لارې مسایل حل شي.»
بل خوا د بدلون لپاره د افغان مېرمنو اېتلاف په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي دي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د نقض له امله د اسلامي امارت د مشرانو د سفرونو معافیت پای ته ورسوي.
د بدلون لپاره د افغان ښځو د اېتلاف غړې شکریه بارکزۍ وايي:«د سولې بهیر پر بنسټ دوی د سفرونو د بندیزونو لېرې کول لرل، او زه فکر کوم د دوحې د هوکړه لیک موادو ته په پام سره نور دوی مستحق نه دي چې د یوه هوکړه لیک له مزایاوو برخمن شي چې په خپله هغه هوکړه لیک ته هېڅ ډول عمل او ژمنتیا نه لري.»
د جمعې په شپې د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفرونو دوه میاشتنۍ معافیت پای ته ورسېد او تر اوسه څرګنده نه ده، چې ملګري ملتونه به په دې تړاو څه پرېکړه وکړي.