Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو سېلابونو له امله د ځينو لویو لارو او سړکونو تړل کېدل

د ټولګټو وزارت وايي چې د سېلابونو له امله په ولایاتو کې ځینې لویې لارې او سړکونه تړل شوي دي.

د هېواد یو شمېر لویې لارې په تېره بیا د کابل - کندهار لار د سېلابونو د راتلو له امله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې شوې ده، خو د ټولګټو وزارت وايي چې دا لار اوس مهال د مسافرو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په اوسني وخت کې د زابل د شینکۍ ولسوالۍ او د ختیځ نورستان لارې د خلکو پرمخ تړلې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وویل:«په وروستیو سېلابونو کې د شینکۍ ولسوالۍ سړک د ټرافیکو پر مخ تړلې ده دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ځينو نورو ولایتونو کې سېلاب راغلی او لارې یې تړلې دي.»

دا وزارت وايي په وردګو، غزني، لغمان او ننګرهار ولایتونو او سالنګونو کې سخت ورښت روان دی.

د میدان وردګو ولایت پر لار یو شمېر مسافرین وایي چې دا لار تړل شوې او له ساعتونو راهیسې په تمه دي.

مسافر عزت الله وویل:«یو، یونیم ساعت کېږي په تمه یوو ستونزه لرو، سېلاب شګې او وړې تیږې له ځان سره راکوزې کړې دي او سړک یې بند کړی دی.»

بل مسافرعنایت الله هم څرګندوي:«ټول ځای اوبو نیولی دی.»

د سېلابونو له امله د لوګر ولایت یو شمېر سړکونه د خلکو پرمخ تړل شوي او پر دغه لار تلونکي خلک یې د پرانیستو په تمه دي.

مسافر سیدالرحمن وايي:«یو نیم دوه ساعته کېږي چې لار تړلې ده او خلک په تمه دي.»

بل مسافر ګل محمد هم وویل:«لارې تړلې دي، موږ له ستونزو سره مخ یوو په لار کې بند پاتې یوو.»

سېلابونو د لویو لارو د تړل کېدو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د تېرې یوې میاشتې سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په زابل او ختیځ نورستان کې درنو بارانونو او سېلابونو لارې تړلې چې د خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه